د لاس رسي وړ اتصالات

د سنا ۳۵ څوکۍ؛ د امریکا د انتخاباتو بله سیالي


د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر په درېیمه انتخاباتو کې رای ورکوونکي نه یواځې جمهور رئیس بلکې د کانګرس غړي هم ټاکي او د مالیاتو څخه نیولي د مروانا د قانوني کیدو پورې مسایلو ته رای ورکوي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د کوک غیر ګوندي بنسټ خپاره کړي، د امریکا د کانګرس د سنا ۳۵ څوکیو ته بیا سناتوران ټاکل کیږي چې اوه څوکۍ یې د سنا د راتلونکي کنترول ترلاسه کولو لپاره چې کوم ګوند به په کې برلاسی وي، ډیرې مهمې دي.

د امریکا د سنا کنترول او تر ډیره حده د راتلونکي جمهور رئیس د کړنلارې بریا یا ناکامي په ټوله امریکا کې د جمهوري غوښتونکي او دموکرات ګوند ترمنځ په څو محدودو سیالیو پورې تړلي دي، چې نظر پوښتنو د تیرې ورځې په پای کې د دواړو ګوندونو ترمنځ دغه سیالي ډیره نژدې ګڼلې ده.

د جو بایډن د بریا په صورت کې دموکراتان د سنا د کنترول لپاره دریو خالصو څوکیو ته اړتیا لري او د جمهور رئیس ټرمپ د بیا انتخابیدو په صورت کې به دموکراتان څلورو څوکیو ته اړتیا ولري، ځکه که د سنا څوکۍ په مساوي توګه وویشل شي مرستیال جمهور رئیس دغه انډول ماتوي او د سنا په کنترولولو کې د خپل ګوند سره مرسته کوي.

اوسمهال جمهوري غوښتونکي په سنا کې اکثریت دي یعنی ۵۳ څوکۍ لري او دموکراتان ۴۷ څوکۍ لري، خو په اوسنیو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ۲۳ څوکۍ او د دموکراتانو ۱۲ څوکۍ بیا انتخابیدو ته اړینې دي، چې جمهوري غوښتونکو ته کار یو څه مشکل کوي. د دموکراتانو د ۱۲ څوکیو څخه یواځې د الباما په ایالت کې یوه څوکۍ د ارزونو له مخې کیدای شي جمهوري غوښتونکي وګټي.

سرنوښت ټاکوونکي ایالتونه چې د سنا انتخاباتي سیالۍ په کې ډیرې نژدې او کم توپیر لري:

آیوا

جمهور رئیس ټرمپ په ۲۰۱۶ کې په ایوا ایالت کې د نهو امتیازونو په ترلاسه کولو بریالی شو، خو دغه ایالت اوس د هغو ایالتونو په ډله کې دی چې په کې دواړه کاندیدیان ډیره نژدې سیالي لري او اوسنی جمهوري غوښتونکی سناتور جوني ارنست، د خپلې دموکراتې سیالې تریسا ګرینفیلډ نه په څو نظر پوښتنو کې پاته دی.

شمالي کرولینا

په شمالي کارولینا کې سیالۍ د څه دپاسه ۲۵۰ میلیون ډالرو په لګښت په تاریخ کې د امریکا د سنا تر ټولو ډیر لګښت لرونکې او عجیبه سیالي ګڼل شوی. د شمالي کارولینا اوسنی جمهوري غوښتونکی سناتور تام تیلس، د اکتوبر د میاشتې په لومړیو کې په کروناویروس باندې له اخته کیدو وروسته اړ شو چې قرنطین شي د هغه دموکرات سیال کال کنینګهم، د واده پرته اړیکې باندې د اعتراف وروسته د انتخاباتي بهیر نه شاته شو. خو بیا نظرپوښتنې ښیي چې ښاغلی کنینګهم ۲.۵ فیصده د خپل جمهوري غوښتونکي سیال نه مخکې دی.

د مین ایالت

د مین ایالت اوسنۍ جمهوري غوښتونکې سناتوره سوزان کولینز، یواځنۍ سناتوره وه چې د سترې محکمې غریتوب ته د جمهور رئیس ټرمپ نوماندې امي کانی برټ ته یې مخالفه رای ورکړه. هغې ددغه کار علت د انتخاباتو نژدې کیدل وګڼل، خو څیړونکي وایي چې د هغې دغه تصمیم ښایي د هغو چلنجونو سره تړاو ولري چې د خپلې دموکراتې سیالۍ سارا ګیدیون، له خوا ورسره مخامخ ده.

جورجیا

که د امریکا د سنا کنترول په یوې څوکۍ پورې مربوط وي، دغه بهیر ښایي د جورجیا ایالت څخه تیر شي، هغه ځای چې سږکال دوه سیاله لري. ددغو سیالیو له جملې په یوه کې باید نوماند لږ تر لږه ۵۰ فیصده رای خپلې کړي، که نه نو رای اچونه به دوهم پړاو ته لاړه شي او د ۲۰۲۱ د جنورۍ تر پنځمې پورې به شاته واچول شي.

اوسمهال نظرپوښتنې ښیي چې د دموکرات ګوند نوماند رافایل وارنوک، ۱۵.۶ فیصده مخکې دی. خو لکه څنګه چې دوه جمهوري غوښتونکي - کیلي لوفلر او ډاګ کالینز – په ټاکنو کې ګډون لري ښایي وارنوک، د اړتیا وړ اکثریت وګټي.

د جورجیا ایالت د سنا د دوهمې څوکۍ په سیالۍ کې دموکرات جون اوسوف، خپل جمهوري غوښتونکی سیال ډیوید پردو، د یو پانیټ په توپیر شاته وهلی دی.

په نورو ډیرو نژدیو سیالیو کې یوه هم د جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهام، څوکۍ ده چې په سنا کې د جمهور رئیس ټرمپ د سختو ملاتړو څخه دی. هغه د دموکرات کاندید جیمي هریسون سره د جنوبي کارولینا په ایالت کې سیالي کوي.

په مونټانا ایالت کې چې په ۲۰۱۶ کې ښاغلي ټرمپ د ۲۱ فیصدو امتیازونو په توپیر بریالی شو، دموکرات استیف بولاک د خپل جمهوري غوښتونکي سیال ستیف ډاینس نه یو فیصد مخکې دی.

XS
SM
MD
LG