د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ په نړۍ کې د مړو شمېر له ۲۵۰زرو واوښت


کرونا تر ټولو ډېر په امریکا کې مړه کړي دي
کرونا تر ټولو ډېر په امریکا کې مړه کړي دي

په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ لوړیږي.

د امریکا د جانز هاپکینس پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا له کبله په نړۍ کې د سه شنبې تر سهار (واشنګټن ډي سي وخت) مۍ ۵ (غوايي۱۶) په ټولې نړۍ کې څه باندې ۲۵۱زره (۲۵۱۸۳۲) کسان مړه شوي دي.

همدغه راز د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې تر دې دمه څه باندې ۳.۵۹ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

البته له دې کبله د مړو او په دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر شېبه په شېبه بدلیږي.

کروناویروس تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي چې شمېر یې نژدې ۶۹زره ته رسیږي او څه باندې ۱.۱ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

په امریکا پسې ایټالیا، برتانیا او هسپانیا په ترتیب سره ډېر تلفات لري. ایټالیا کې تر دې دمه څه باندې ۲۹زره، برتانیا کې څه باندې ۲۸زره او هسپانیا کې څه باندې ۲۵زره کسان مړه شوي‌ او سلګونه زره نور پرې اخته دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چون د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شوی. په همدې حال کې امریکا چین تورن کړی چې نړۍ ته یې د دغه ویروس د خطر په اړه ناوخته معلومات ورکړي.

ولسمشر ټرمپ وايي‌ چې دا ویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی او باید حساب او کتاب ورسره وشي، خو چین دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG