د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون: په افغانستان کې د داعش گوا‍ښ نه دی کم شوی


داعش په عمده توگه د افغانستان د ننگرهار په ولایت کې مرکزونه لري
داعش په عمده توگه د افغانستان د ننگرهار په ولایت کې مرکزونه لري

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د رسنیو او عامه اړیکو د څانگې رئیسه دانا وایټ، ویلي چې د اسلامي دولت ډلې شتون لاهم په افغانستان کې د پام وړ ستونزه ده.

میرمن وایټ، د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانگې د شتون په وجه راولاړه شوی گواښ لا نه دی کم شوی.

د امریکا د دفاع وزارت ددغه مقام په وینا "په افغانستان کې د داعش د ډلې مشکل نه دی کم شوی. مونږ له یو ازمون سره مخامخ یو، مونږ باید هغوی ته ماتې ورکړو او باید دغه مشکل ته پاملرنه وکړو."

دانا وایټ زیاتوي چې د هغو قواو مشخص شمیر چې ټاکل شوې افغانستان واستول شي تر اوسه پرې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس غور کوي.

میرمن وایټ ویلي دي چې د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ د بشپړیدو دمخه به راتلونکې اونۍ جیم ماتیس په بروکسل کې د ناټو متحدینو سره خبرې وکړي.

افغانستان ته د نورو امریکایي سرتیرو د استولو وړاندیز په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن کړی دی.

جنرال نیکلسن د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل چې د خپل ماموریت د بشپړولو او د سخت دریځو ډلو په وړاندې په جگړه کې د رامنځ ته شوي بن بست د ماتولو لپاره څو زرو اضافي سرتیرو ته اړتیا لري.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جون میاشتې په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د ټاکلو صلاحیت د دفاع وزیر جیم متیس ته ورکړ.

د رپوټونو له مخې تمه ده چې د امریکا د دفاع وزارت شاوخوا څلور زره نور سرتیري افغانستان ته واستوي. اوس شاوخوا ٨۴٠٠ امریکایي سرتیري په افغانستان کې موجود دي.

XS
SM
MD
LG