د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۳۵ تنه مړه شوي


د ژغورنې ډله د پېښې په ځای کې لیدل کېږي
د ژغورنې ډله د پېښې په ځای کې لیدل کېږي

په پاکستان کې مقامات او د روغتون مسئولین وايي چې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله څلورمه) په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه مړه شوي چې ۱۲ یې ایران ته تلونکي زیارت کونکي دي.

په لومړۍ پېښې کې ۲۳ تنه هغه وخت مړه شول چې د دوی د سپرلۍ بس د پنجاب ایالت د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د ازاد پټان په سیمه کې په یوې کندې کې وغورځېده.

د کهوټه په ښار کې د مرکزي روغتون مشرې سمینه خان ویلي‌ دي ۲۳ مړي دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

د تارا ظفر په نوم یوې ښځې ویلي دي چې په دغې پېښې کې یې «پلار، خور او یو کلن خوری یې مړه» شوي دي. هغه دا د خپلې کورنۍ لپاره یوه توره ورځ وبلله.

یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي عمر فاروق په پېښې کې د مړو شمېر تائید کړی.

په یوې بلې جلا ترافیکي پېښې کې د چارواکو په وینا په بلوچستان کې ۱۲ تنه مړه شوي. چارواکي وايي دغه بس د بلوچستان په ساحلې لویې لارې کې له د هغه وروسته یوې کندې کې وغورځېده، چې ایران ته پرېنښودل شو.

د پولیسو یو مشر اسلام بنګلزي وویل چې د پوځ کرین په لار دی چې غورځېدلې بس راوباسي ‌او وګوري چې کوم کس خو تر بس لاندې ژوندی نه دی. ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

د ګوادر په ولسوالۍ کې یو لوړ پوړي مقام حمود الرحمن ویلي دي چې دغه بس ایران ته د «اربعین» مذهبي مراسمو ته روان وو، خو د ایران په سرحد کې بېرته راګرځول شوی، ځکه چې د مقاماتو په خبره د مسافرو د سفر په اسنادو کې یې ستونزه وه.

په پاکستان کې مرګوني ترافیکي پېښې معمول بلل کېږي، چې د حفاظت اقدامات یې کمزوري دي، موټروانان ښه روزل شوي نه دي او ترانسپورتي اساسات ډېر کله خرابېږي.

په همدې حال کې تېره ورځ د ۲۸ نورو پاکستاني زیارت کوونکو مړي، چې په د تېرې سه شنبې په ورځ په ایران کې په ترافیکي پېښې کې مړه شوي وو، پاکستان ته انتقال کړل شول.

د ایران دولتي تلویزون وايي چې د دغو مسافرو بس، چې ۵۱ پاکستاني زیارت کوونکي په کې ناست وو او عراق ته د «اربعین» مذهبي مراسمو ته روان وو، چپه شوی او اور یې اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG