د لاس رسي وړ اتصالات

د هندوراس د ښځو په زندان کې په نښته کې ۴۶ تنه وژل شوي 


د هندوراس په زندان کې تاوتریخوالی
د هندوراس په زندان کې تاوتریخوالی

په هاندوراس کې د ښځو په یو زندان کې د مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو او په پایله کې یې د اور د لګیدلو له امله ۴۶ کسان وژل شوي دي.

چارواکو وویل چې دا نښته د سه شنبې په ورځ د هاندوراس د پلازمینې تیګوسیګالپا شمال لویدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې په یو زندان کې شوې ده.

د رپوټونو له مخې، کله چې د یوې ورانکارې ډلې غړي د زندان هغو خونو ته انتقال شول چې چې په کې د یوې سیالې ډلې غړې بندیانې وې، ترمنځ یې ډزې وشوې او ساحې اور واخیست.

د هاندوراس ولسمشر سیومارا کاسټرو ویلي دي چې د دې پیښې په تړاو به "جدي اقدامات" وشي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

د هاندوراس د زندانونو د ادارې مرستیالې سانډرا رودریګز ویلي دي چې برید کوونکي د زندان د ساتونکو له بې وسلې کولو وروسته دغه ځای ته ننوتل او بیا یې د زندان په هغو کوټو برید وکړ چې د دوی د سیالې ډلې غړي پکې بندیان وو.

د زندان د مراجعینو د برخې مشرې ډلما اوردونیز د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د زندان یوه برخه د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

اوردونیز وویل چې د پېښې پر مهال په دغه زندان کې شاوخوا ۹۰۰ بندیان وو. تر اوسه څرګنده نه ده چې ټول وژل شوي کسان بندیان دي او که نه.

د هاندوراس د عدلي طب د څانګې ویاند عیسی الوارادو ویلي، تر اوسه ۲۳ جسدونه پېژندل شوي او خپلوانو ته یې سپارل شوي دي. د راپورونو له مخې ۲۶ تنه اور په وجه او پاتې نور د چاقو په ضرب او ډزو وژل شوي دي.

د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یو شمېر بندیانو له څو اونیو راهیسې شکایت کاړه چې د یوې جنايي ډلې غړي دوی ګواښي.

XS
SM
MD
LG