د لاس رسي وړ اتصالات

په مرکزي اروپا کې د سیلابونو له کبله د تلفاتو شمېر لوړ شوی


د اطریش په ختیځ کې د سیلاب اوبو کورونه لاندې کړي. د ژغورنې د عملې د یو کارکوونکي د مړينې خبر ورکړل شوی دی.
د اطریش په ختیځ کې د سیلاب اوبو کورونه لاندې کړي. د ژغورنې د عملې د یو کارکوونکي د مړينې خبر ورکړل شوی دی.

په مرکزي اروپا کې د څو ورځو سخت باران په نتیجه کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په دغو سیلابونو کې د اطریش، چک جمهوریت، پولنډ او رومانیا په ګډون د اروپا د څو هېوادونو ګڼې سیمې ځپل شوي دي.

اټکل کیږي چې د ایټالیا په شمالي سمندر کې پیل شوې د بارانونو دغه سلسله د سلواک او هنګري هېوادونه هم اغېزمن کړي.

د چک جمهوريت په زیاتره سیمو کې د سیلاب خبرداری ورکړل شوی او پولنډ ته څېرمه د جسنیکي غرنۍ سیمه ډیره ځپل شوې ده. چارواکو دا په چک کې د ۱۹۹۷ راهیسې ترټولو شدید سیلابونه بللي دي.

په شمال ختیځ اطریش کې د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ زره د ژغورنې کارکوونکي ګمارل شوي. چارواکو وویل چې د سیلاب له کبله د لیلین فیلډ په نوم ۲۵ زره نفوس لرونکي ښارګوټې ته غځېدلې ټولې لارې قطع شوي دي.

د چک په اوپاوا کې د سیلاب وضعیت
د چک په اوپاوا کې د سیلاب وضعیت

د کوز اطریش والي جوانا میکل لیټنر وویل: "موږ په کوز اطریش کې له سخت او ډراماټیک وضعیت سره مخامخ یو. د کوز اطریش د زیاتره خلکو لپاره به دا د ژوند ترټولو سخته شیبه وي."

په ویانا کې د وین سیند د اوبو سطحه لوړه شوې، شاوخوا کورونه یې لاندې کړي او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د رومانیا چارواکو د یکشنبې په ورځ د دوو نورو کسانو د مړینې خبر ورکړ. په دغه هېواد کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې یوه ورځ وړاندې هم د څلورو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و.

د پولنډ په ګمینا ګووخووازه کې د سیلاب له کبله سرکونه اوبو لاندې کړي دي.
د پولنډ په ګمینا ګووخووازه کې د سیلاب له کبله سرکونه اوبو لاندې کړي دي.

په پولنډ کې چارواکو ویلي چې په جنوب لویدیځ کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه یو تن مړ شوی دی. د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک وویل چې د چک پولې ته څېرمه ۲۵ زره نفوس لرونکی د کلوډزګو ښارګوټی اوبو لاندې کړی دی او د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي چې د هلیکوترو په مرسته خلک د خپلو کورونو له چتونو څخه پورته کړي او مسئونو سیمو ته یې ولیږدوي.

د پولنډ په یلنګا ګورا ښار کې د بوبر سیند استنادي دیوالونه نړېدلي او ددغه ۷۵ زره نفوس لرونکي ښار واټونه اوبو لاندې کړي دي. د ښار مسئولینو د نورو سیلابونو د راتګ خبرداری ورکړی او له خلکو څخه یې غوښتي چې لوړو سیمو ته ولاړ شي.

په اروپا کې دغه شدید بارانونه په داسې حال کې شوي چې سږکال د تاریخ ترټولو ګرم اوړی ګڼل شوی او ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې د انسان په لاس رامنځته شوی د اقلیم بدلون کیدای شي پر ځمکه باندې د بارانونو د نورو شدیدو څپو لامل شي.

دا مطلب د اسوشیټډ پرس اژانس د معلوماتو پراساس چمتو شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG