د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په نوښار او د بلوچستان په چاغي ضلعو کې د ګوزڼ دوې نوې پېښې ثبت کړي دي چې پدې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۳ ته لوړ شو.
دغې ادارې پر خپله وبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د اکتوبر پر ۲۹مه د خيبر پښتونخوا د نوښار او د اکتوبر پر ۳۰مه د بلوچستان په چاغي ضلع کې د دوو ماشومانو په وینه کې د پولیو وایرس تایید کړی دی. پدې نویو پېښو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۴۳ ته رسېدلی دی.
ددې پیښو ۲۱ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، اووه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د پولیو د کمپاین په اړه په خپل پيغام کې ويلي چې پر ځينو ننګونو سربېره يې حکومت د پوليو ويروس د له منځه وړلو ته ژمن دی. "امنیتي اندېښنې، ناسم معلومات او لیرې پرتو سیمو ته د نه لاسرسي په ګډون ځينې ننګونې شته، خو پر دې خنډونو سربېره زموږ روغتیایی کارکوونکي په زړورتیا سره د هر ماشوم واکسینولو ته دوام ورکوي."
په پاکستان کې د روان واکسيني کمپاين پر مهال لږ تر لږه دوه پوليس وژل شوي دي. د خيبر پښتونخوا په قبايلي ولسوالۍ اورکزو کې روغتيايي چارواکي وايي چې د اکتوبر پر ۲۹ (لړم ۸) د هغې ولسوالۍ په بدان سیمه کې ناپېژندليو وسله والو د پوليو د واکسیني کمپاين پر ساتونکو برید وکړ چې پکې یو پولیس ځای پر ځای ووژل شو او دویم په روغتون ساه ورکړه. چارواکي زياتوي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې درې مشکوک وسله وال هم وژل شوي دي.
په یوه بله پیښه کې د شمالي وزیرستان په شیوه کې ناڅرګنده وسله والو د پوليو واکسیني ډله یرغمل کړې وه او د هغې پر ساتنه يې له ګومارل شويو درې پولیسو څخه وسلې وړې وې. وروسته د قبايلي مشرانو پر غوښتنه د پوليو عمله او پوليس پرېښودل شول خو وسله والو د پوليسو وسلې له ځان سره يووړې.
د دغو دواړو پېښو مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.
روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.
فورم \ دبحث خونه