د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د پاکستان اووه امنیتي ساتونکي وژلي


د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې مسئولینو وویل چې وسله والو د پولیو د واکسین د تطبیق د یوې ډلې پر ساتونکو برید کړی او دوه پولیس وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې مسئولینو وویل چې وسله والو د پولیو د واکسین د تطبیق د یوې ډلې پر ساتونکو برید کړی او دوه پولیس وژل شوي دي.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې سه شنبې اکتوبر ۲۹ (لړم اتمه) د وسله والو په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه اووه امنیت ساتونکي وژل شوي دي.

وسله والو د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور کې د اوبو د یو بند په ساتونکو برید کړی او پنځه ساتونکي یې وژلي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ویلي چې د پروم د سیمې په پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي. هغه وویل چې په پېښه کې ژوبل کسان او د وژل شویو جسدونه د پنجګور روغتون ته وړل شوي دي.

رند رسنیو ته ویلي چې ناپیژندل شویو وسله والو د شپې مهال د اوبو د بند په ساتونکو ناببره ډزې کړې دي. تراوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستې.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي دا برید غندلی او هغه یې "ترهګري" او د "هیواد د ترقۍ او امن د مخالفه ملک دښمنه عناصرو" کار بللی دی.

تر دې پېښې وړاندې د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د بلوچستان په پښتني سيمه دوکۍ کې شل تنه د ډبرو سکرو د یو کان کارکوونکي د ناپيژندو وسله والو په ډزو کې وژل شوي وو.

د پولیو واکسیناسیون په ساتونکو برید

د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې مسئولینو وویل چې وسله والو د پولیو د واکسین د تطبیق د یوې ډلې پر ساتونکو برید کړی او دوه پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو ځايي مشر ملک سکندر وویل چې یو پولیس د پیښې په ځای کې وژل شوی او دوهم یې روغتون ته په لاره مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې د پولیو د واکسین کارکوونکو ته چې د پېښې پر مهال د یو کال دننه وو، زیان ندی رسیدلی.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونو دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پکې له منځه نده تللې.

د دوشنبې په ورځ د روغتیا مسئولینو تازه کمپاین پیل کړ چې د یوې اونۍ په ترڅ کې ۴۵ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

د تېرې څه مودې راهیسې په پاکستان کې وسله والو بریدونو زور اخیستی، او په دغه هېواد کې د ناامنۍ د پیښو د څار ادارې وايي چې یوازې د تېر سپتمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۷۷ پېښې شوي چې ۴۷ یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نویو عملياتو اعلان کړی، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو د دې پوځي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس او ډیوه راډیو له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG