د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: داعش په چټکۍ له منځه ځي


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، وایي د اسلامي دولت ډله یا داعش په بیړه د له منځه تللو په حال کې دی.

جمهور رئیس ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د مِڅده ایالاتو د دفاع له وزیر جیم متیس، سره په پنتاگون کې د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ په پنتاگون کې د غونډې دمخه افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "وگورو، د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې ډیر ښه عمل کوو. داعش په بیړه ډیر چټک د پرزیدو په حال کې دی".

ویل کیږي چې په افغانستان د امریکایي پوځیانو د شتون او د اسلمي دولت د ډلې د ماتې په هکله بحث د امریکا د دفاع له وزیر سره د ښاغلي ټرمپ د خبرو عمده اجندا وه.

XS
SM
MD
LG