د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په دوو قتلونو محکوم یو سړی اعدام شو


فیلیپ هانکوک
فیلیپ هانکوک

د متحده ایالاتو په اوکلاهوما کې د دوو کسانو په وژلو محکوم یو سړی د زهرو د پیچکارۍ په واسطه اعدام شو.

دا په روان کال کې په امریکا کې ۲۴م اعدام دی.

ددغه ایالت د زندانونو د چارو یوې ویاندې د پنجشبنې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) وویل، ۵۹ کلن فیلیپ هانکوک د اوکلاهوما ایالت د مک الیسټر په زندان کې اعدام شو.

هغه د ۲۰۰۱ په اپریل کې د موټرسایکل چلوونکو د یوې ډلې د دوو غړو، رابرټ جیټ او جیمز لینچ د وژلو په تور په اعدام محکوم شوی و.

هانکوک ادعا کوله چې دغه کسان یې له ځان څخه د دفاع په خاطر مړه کړي. د اوکلاهوما د بخښنې بورډ وړاندیز کړی و چې هغه وبخښل شي، خو ددغه ایالت د والي کیون سټیټ له خوا دا غوښتنه رد شوه.

هانکوک ادعا کړې وه چې پر جیټ او لینچ یې وروسته له هغه ډزې وکړې چې هغوی هڅه وکړه چې نوموړی په اوکلاهوما ښار کې د جیټ په استوګنځي کې یوې پنجرې ته په زور ننباسي.

د هانکاک وکیل شان نولان د والي له خوا د بخښنې د غوښتنې رد کېدل وغندل.

نولان په یوې اعلامیې کې وویل: "موږ ډیر خواشینی یو چې اوکلاهوما د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر فیلیپ اعدام کړ... دا د ځان د دفاع یوه ښکاره قضیه وه. حکومت او والي هغه زیاته اندازه شواهد له پامه وغورځول چې ښیې فیلیپ د ځان دفاع کوله."

د اوکلاهوما د جمهوري غوښتونکي والي د خپل ګوند یو شمېر غړو هم د دې اعدام غندنه کړې. د استازو په جرګه کې ددغه ایالت استازي کیون مکډګل ویلي چې دا "په ساده ډول عدالت نه دی."

مکډګل په یوې اعلامیې کې وویل چې هغه د قضیې د څارنې پر مهال "د اوکلاهوما د مرګ سزا په سیستم کې جدي ستونزې" په ګوته کړي دي.

نوموړي په اوکلاهوما کې د اعدام د سزه له منځه وړلو غوښتنه کړې "تر هغه چې موږ ډاډ ترلاسه کړو چې یوازې هغه خلک چې په رښتیا د اعدام مستحق دي، اعدام شي."

په متحده ایالاتو کې د سږکال لپاره نور اعدامونه په نظر کې ندي نیول شوي.

د مرګ د سزا د معلوماتو د مرکز په وینا، ۲۰۲۳ پرله پسې نهم کال دی چې په متحده ایالاتو کې له ۳۰ څخه لږ کسان اعدام شوي.

د ګالپ د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، ۵۳ سلنه امریکایان د هغه چا لپاره د مرګ د سزا ملاتړ کوي چې په قتل محکوم شوي وي. دا له ۱۹۷۲ کال راهیسې د اعدام د عامه تائید تر ټولو ټیټه کچه ده.

د متحده ایالاتو په ۲۳ ایالتونو کې د اعدام سزا لغوه شوې، او په شپږو نور ایالتونو، اریزونا، کالیفورنیا، اوهایو، اوریګن، پنسلوانیا او ټینیسي، کې یې کاروال د اوس دپاره درېدلي دي.

سږکال د اوکلاهوما برسېره په الاباما، فلوریډا، میزوري او ټکساس کې د اعدام سزا عملي شوې ده.

د مرګ سزا په وروستیو کلونو کې تر ډېره د وژونکې پیچکارۍ په واسطه ترسره شوې، مګر الاباما ایالت په پام کې لري چې راتلونکی کال د نایتروجن ګازو په واسطه محکوم کسان اعدام کړي.

د الاباما والي کی ایوي پر ۵۸ کلن کینیت سمیت باندې د اعدام د سزا د عملي کیدو دپاره د جنوري ۲۸ نیټه ټاکلې ده. نوموړی په ۱۹۸۸ کې د قتل په جرم په اعدام محکوم شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG