د لاس رسي وړ اتصالات

موټر چلوونکو د کابل ـ کندهار لار تړلې


د دوی د پولیسو د چلند په غبرګون کې اعتراض کړی
د دوی د پولیسو د چلند په غبرګون کې اعتراض کړی

د زابل په مرکز کلات کې سل ګونو موټر چلونکو د پوليسو له لوري د یوه موټر چلوونکي د وژل کېدو په غبرګون کې نن جمعه د «لړم پر۱۰مه» د کابل – کندهار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

په‌دغه اعتراض کې تر څلور سوه زیات موټر چلوونکي برخه لري او د لارې د بندېدو له کبله هم تر پنځه سوه زیات بار وړونکي او کوچني مسافر وړونکي موټر بند پاته دي.

موټر چلوونکي وايي، چې د زابل په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار د لويې لارې پوليس له موټر چلوونکو څخه غیري قانوني پيسې اخلي او د غوښتنې نه منلو پر مهال پوليس پرې ډزي کوي.

د کلات ښار اړوند د سینک پر پل باندې ولاړ موټر چلونکي وايې، چې تېره شپه د کلات ښار اړوند د کاکړانو چینې د شهرا پوليسو د یوې بار وړونکې لارۍ چلونکی د ټاکل شویو پیسو د نه ور کولو پرمهال په ډزو وژلی.

اعتراض کوونکي موټر چلوونکي وايي، چې د یادو ستونزو د حل تر مهاله به د کابل – کندهار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې وساتي.

د عبدالله جان په نوم د کابل – کندهار د لويې لارې موټر چلوونکي او د ننني اعتراض یوه ګډون وال امریکا غږ ته وويل چې د زابل په اړوند سیمو کې څلور امنیتي پوستې دي چې له موټر چلونکو سره ناوړه چلند کوي او پر هر با وړونکې موټر باندي ۱۵ زره کلداري ورڅخه غواړي.

ده وويل:"موږ د زابل په اړوند سیمو کې د شهرا له پوليسو څخه ډير په تکلیف یو دوې پوستې د کلات او شهرصفا ترمنځ او دوې نوري هم د کلات او شاجوۍ ولسوالۍ ترمنځ دي چې پر هر بار وړونکې لاری پنځلس زره کلداري را څخه غواړي چې ور يې نه کړو ډزې را باندي کوي او دغه موټر چلونکې يې هم نن سهار پدغسي یوه پېښه کې وژلی."

په کلات ښار کې د کابل اعتراض کونکې موټر چلونکې وايې چې د نني پېښي عدلي تعقیب غواړي او د راتلونکې لپاره دي د دغه ډول پېښو مخه ونیول شي.

بلي خواته د زابل ولایتي شورا هم د موټر چلوونکو ستونزې پر ځای ګني او زیاته وي چې د ولایتي ادارې تر څنګ په کابل کې يې له اړوند مسئولینو سره یاده ستونزه شریکه کړې.

د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان امریکا غږ ته وويل:"پر شهرا باندي د غیري قانوني پیسو د اخیستلو په برخه کې تر دغې تازه وژنې مخکې درې نور قتلونه هم شوي او دا څلورمه پېښه ده له تیرو ۳ میاشتو راهیسې دا ستونزه جدي شوې، دا غږ موږ د زابل له رهبرۍ سره شریک کړې او حتا په کابل کې مو هم دا غږ له مسئولینو سره شریک کړی خو تر اوسه پوري د دغو غیري قانوني کړنو مخه نده نیول شوې."

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال اامریکا غږ ته وويل چې ولایتي اداره د موټر چلوونکو له ننني اعتراض څخه معلومات تر لاسه کړي او د عدالت د پلي کیدو په برخه کې به قانوني ګامونه واخلي.

د کابل – کندهار د لويې لارې ۱۸۰ کیلو متره برخه د زابل ولایت له اړوند سیمو څخه تیره شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG