د لاس رسي وړ اتصالات

سینګاپور د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی په دار ځړولی


په سینګار کې له ۱۵ ګرامو څخه د زیاتو هیروینو د قاچاق سزا اعدام ده.
په سینګار کې له ۱۵ ګرامو څخه د زیاتو هیروینو د قاچاق سزا اعدام ده.

سینګاپور د جمعې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۲) د مخدره موادو په قاچاق محکوم شوی یو کس په دار وځړاوه.

د سینګاپور د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې ویلي چې دا ۴۵ کلن سینګاپوری د نږدې ۳۷ ګرامه هیروینو د قاچاق په تور نیول شوی او د محکمې له لورې مجرم پېژندل شوی و.

په سینګار کې له ۱۵ ګرامو څخه د زیاتو هیروینو د قاچاق سزا اعدام ده.

د سینګاپور د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ددغه کس د نوم له ښودلو پرته ویلي: "د هغه له قضیې سره د قانون سره سم چلند شوی او پدې ترڅ کې ورته د حقوقي سلامشورې فرصت برابر شوی دی."

دغه کس په ۲۰۱۹ کې په اعدام محکوم شوی و او د استیناف غوښتنه یې څو ځله رد شوې وه.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، سینګار د ۲۰۲۲ په مارچ کې د اعدام سزا د بیا پیل کولو راهیسې تراوسه ۱۸ کسان اعدام کړي دي.

له دې وړاندې د کرونا وبا د خپریدو له کبله په سینګاپور کې د دوو کلونو لپاره د اعدام سزا ځنډول شوې وه.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو د اعدام سزا د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا سزا د خلکو د وېرولو لپاره اغېز نلري.

خو د سینګاپور چارواکي ټینګار کوي چې د اعدام د سزا عملي کولو له کبله سینګاپور د اسیا په ډیر امن لرونکو هېوادونو کې راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG