د لاس رسي وړ اتصالات

د هالنډ په ټاکنو کې 'د اسلام ضد' سیاستوال بری؛ شنونکي وايي حکومت به جوړ نه کړای شي


د هالنډ سیاستوال خېرت ویلدرز د اسلام او کډوالو په خلاف د سخت دریځ په لرلو مشهور دی.
د هالنډ سیاستوال خېرت ویلدرز د اسلام او کډوالو په خلاف د سخت دریځ په لرلو مشهور دی.

د هالنډ په پارلماني ټاکنو کې داسې یو ښي اړخي سیاستوال تر نورو ډیرې رایې ګټلي چې د اسلام او کډوالو پر ضد د سخت دریځ په لرلو شهرت لري.

د چهارشنبې د ورځې (نومبر ۲۲) د ټاکنو د رایو وروستیو شمېرنو ښودلې چې د خېرت ویلدرز په مشرۍ ښي اړخي د "ازادۍ ګوند" د پارلمان له ۱۵۰ څوکیو څخه تر نورو ګوندونو زیاتې ۳۷ څوکۍ ګټلي دي.

ویلډرز په هالنډ کې د مسلمانانو او کډوالو په اړه په پاروونکو څرګندونو کولو شهرت لري. د هغه د انتخاباتي کمپاین یو شعار دا و چې ناقانونه کډوال به له هالنډ څخه شړي او سرحد به تړي. د هغه د سخت دریځ په اړه ویل کیږي چې ښايي د رایه اچوونکو پام يې جلب کړی وي.

ویلدرز ویلي: " د هالنډ خلک هیله لري چې خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي او د پناه غوښتونکو او کډوالۍ دا سونامي دې کمه شي. "

ویلدرز په تېرو ټاکنو کې هم په خپلو شعارونو کې ویلي و چې د "اسلام مخه ونیسئ" او همدغه راز یې په هالنډ کې د جوماتونو د بندولو ژمنې هم کړې وې، خو په هغو انتخاباتو کې یې اکثریت ونه ګاټه.

د ویلدرز د ګوند منشور "په هالنډ کې د اسلام کمول" دی. نوموړی په ۲۰۱۶ کې، په هالنډ کې د مراکش د خلکو د موجودیت پرضد د یو لاریون د رهبري کولو په خاطر، یو توکم ته د سپکاوي کولو او کرکې خپرولو له امله مجرم وپيژند شو.

خو له بریا وروسته د ویلدرز په اړه ویل کیږي چې د اسلام پر ضد یې دریځ نرم کړی دی.

هغه ویلي: "که زه صدراعظم شم، پرته له دې چې د خپلو خلکو په اړه دې ته وګورم چې دوی څوک دي، د دوی جنس او مذهب څه دی، او دوی له کوم ځای څخه راغلي، زه به د ټولو لپاره صدراعظم یم. "

څېړونکي وايي، د هغه د اسلام ضد فکر نه ښايي د هالنډ د حکومت د تګلارې برخه شي.

د امستردام پوهنتون استاد رشید ازروت وايي: "د اسلام سره به د نوموړي کرکه لا هم د نوموړي د شخصیت یوه برخه وي. خو ده ویلي، چې دغه کرکه به یوې خوا ته کېږدي، او اړینه نده، چې د اسلام پر ضد کرکه یې د حکومت برخه شي. "

د ویلدرز د ژېړ رنګه ویښتانو او د نوموړي د بنسټپاله مفکورې له امله، یو شمیر خلک هغه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پرتله کوي.

د ویلدرز د "لومړی هالنډ" شعار هم د نړۍ د نورو پاپولیستو سیاستوالو د شعار بدرګه بلل کیږي.

د کلېنجېنډل انسټیټیوټ څېړونکی ریني کپیروس وايي: "دا یوه نړیواله څپه ده. دا د نړۍ په هر ځای کې د دولتي بنسټونو په وړاندې یو ستر پاپولیستي خوځښت دی. "

د ویلدرز د ازادۍ ګوند اوس هم د حکومت جوړولو په خاطر د اکثریت ترلاسه کولو دپاره ۳۹ نورو څوکیو ته اړتېا لري. دا لا روښانه نده، چې نور ګوندونه به د نوموړي سره کار کولو ته زړه ښه کړي او که نه.

د اروپا ښې اړخو سختدریځو مشرانو نوموړي ته مبارکي ویلې. د هنګري صدراعظم ویلي، چې د "بدلون هواوې" راالوتلي دي. د فرانسې سخت دریځي ښي اړخي سیاستوالې مارین لوپین د ویلدرز بریا "خورا په زړه پورې" بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG