د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر پخوانی جمهور رئیس محمد مرسي مړ شو


د مصر پخوانی جمهور رئیس محمد مرسي
د مصر پخوانی جمهور رئیس محمد مرسي

د رویټرز خبري اژانس د مصري رسنیو د رپوټونو په بنسټ لیکلي چې د مصر مخکنی جمهور رئیس محمد مرسي د دوشنبې په ورځ (غبرگولي ٢٧) په محکمه کې سا ورکړله.

د مصر دولتي تلویزیون رپوټ ورکړی چې ښاغلی مرسي لومړی په محکمه کې بې هوښه شو او وروسته یې له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

ښاغلی مرسي د مصر د اخوان المسلمین د گوند یو لوړپوړی چارواکی و چې په ٢٠١٢ کال کې د مصر د جمهور رئیس په توگه په ټاکنو کې بریالی شو.

هغه بیا په ٢٠١٣ کال کې په قاهره او د مصر په نورو ښارونو کې د پراخو مظاهرو وروسته پوځ له واکه لیرې کړ.

محمد مرسي د هماغه وخت راهیسې په توقیف کې و او د جاسوسۍ په گډون د یو لړ تورونو په خاطر محاکمه کیده.

XS
SM
MD
LG