د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان پر سوریې د پوځي برید گواښ وکړ


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

د ترکیې جمهور رئیس ویلي که په ادلیب کې د سوریې د حکومت پلوي ځواکونو عملیات ونه دریږي، ترکي پوځیان به هم لاس په کار شي.

رجب طیب اردوغان دمشق ته خبرداری ورکړی چې په ادلیب کې د ترکیې تر څارنې لاندې سیمې څخه د فبرورۍ میاشتې تر پایه خپل پوځیان وباسي او که نه د پوځي برید له عواقبو سره به مخامخ شي.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ پنځمه د خپل واکمن گوند وکیلانو ته په وینا کې وویل: "که د اسد رژیم پدې موده کې (د فبرورۍ تر پایه) بیرته په شا نه شي، ترکیه به پخپله دغه دنده ترسره کړي."

ښاغلي اردوغان دغه خبرداری پداسې حال ورکړی چې انقره، ترکیې ته د نورو مهاجرو له ورتگ نه اندیښنه لري.

د ترکیې جمهور رئیس وویل چې اوس لږ تر لږه د ترکیې دوه پستې د سوري ځواکونو د لومړۍ لیکې شاته واقع شوي دي.

د هغې موافقې له مخې چې تیر کال د ترکیې او روسیې ترمنځ وشوه، د سوریې د حکومت د مخالفو یاغیانو د کنترول په ساحه کې یو بې طرفه سیمه د ادلیب په ولایت کې جوړه شوې چې هلته روسي او ترکي ځواکونه د سوریې د رژیم د پلوي او مخالفو قواو ترمنځ د جگړو د مخنیوي لپاره گزمې کوي.

د سوریې حکومتي ځواکونه د تیر کال د دسمبر راهیسې په ادلیب کې د سوریې د حکومت د مخالفو قواو پر ضد په عملیاتو بوخت دي، دا هغه ځای دی چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د مخالفو یاغیانو وروستی مرچل گڼل کیږي.

د ترکیې د جمهور رئیس ددغه خبرداري څخه څو ورځې مخکې په ادلیب کې د ترکي او سوریې د حکومتي ځواکونو ترمنځ په یوه نښته کې اوه ترکي پوځیان او د هغوی ژباړونکي او ١٣ سوري سرتیري وژل شوي وو.

په سوریه د وضعیت په خرابیدو د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د ځانگړې غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې چې ټاکل شوې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ٦ له غرمې وروسته وشي.

XS
SM
MD
LG