د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد د طالبانو په ګډون یو شمیر هیوادونو ته چې په خپلو توقیف خونو کې امریکايي بندیان ساتې مشوره ورکړې چې د امریکا د حکومت سره د اړیکو د نوي باب د پرانیستلو لپاره دې امریکايي بندیان خوشې کړي.
زلمي خلیلزاد د جمعې د ورځې ناوخته جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ونزویلا د حکومت له خوا د امریکايي بندیانو د خوشې کولو اقدام یو ځیراکانه اقدام بللی او د طالبانو د مشرانو ترڅنګ یې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي، د روسیې جمهور رئیس ولایمیر پوتین او د نورو هیوادونو د مشرانو څخه چې امریکايي وکړي ورسره بندیان دي غوښتي چې د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولس مردو په څیر دې امریکايي بندیان خوشې کړي.
خلیلزاد لیکلي: "که چیرې د هیوادونو مشران امریکا سره د اړیکو د نوي باب پرانیستل غواړي، ترټولو ښه قدم دادی چې امریکايي یرغمل خوشې کړي او هغوی چې ژوند یې له لاسه ورکړي پاتې شونې یې امریکا ته ستانه کړي".
د امریکا د سي ان ان تلویزیوني شبکې د شنبې په ورځ فبرورۍ اول (سلواغې ۱۳) په یو خبر کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي چې په ونزویلا کې شپږ یرغمل شوي امریکایان د خوشې کیدو وروسته د خپل هیواد په لور روان شوي دي.
جمهور رئیس ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي چې دا بندیان د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولس ماردو سره د هغه د استازي د کتنې وروسته خوشې شوي دي.
د سي ان ان د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو لا تراوسه ددغو شپږو خوشې شویو بندیانو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د جمهور رئیس ټرمپ ځانګړي استازي ریچارد ګرینیل د خوشې شویو بندیانو سره خپل عکس چې په الوتکه کې د سپریدو په حال کې لیدل کیږي خپور کړی دی.
طالبانو د امریکا د پخواني جمهور رئیس جو بایډن د کار په وروستیو ساعتونو کې دوه امریکايي بندیان ریان کوربیت او ویلیم مک کینټي د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا د ایالت له یو زندان څخه د خان محمد په نوم د یو افغان بندي د خوشې کیدو په بدل کې ازاد کړل.
تراوسه لا دا څرګنده نه ده چې څومره امریکايي وګړي د طالبانو سره په افغانستان کې بندیان دي. خو امریکايي رسنیو ویلي چې طالبانو په افغانستان کې جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په خپل بند کې ساتلي دي.
په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د شمیر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمارکو روبیو د جنوري ۲۵ (سلواغې شپږم) خبرداری ورکړی و چې که دا ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي وګړي هم بندیان وي ددې ډلې د مشرانو په سر به "ډیر غټ انعام" وټاکي.
ښاغلي روبیو د ایکس ټولنیزه شبکه کې پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، لیکلي چې ورته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي وګړي هم بندیان دي.
د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات لیکلي: " که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوي [ طالبانو] په مشرانو ډیر لوړ انعام وټاکو، ښایي تر هغه (انعام) لوړ وي چې په بن لادن مو ټاکلی و".
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د تیر ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې راهیسې د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې پیل کړې وې.
د بایډن حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی و چې د ریان کوربیت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي خوشې کولو په بدل کې به د ګوانتانامو له زندان څخه مشهور بندي، محمد رحیم الافغاني خوشې کړي.
ځینو سمیه ییزو رسنیو خبر ورکړی محمود حبیبي لا هم د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغان الاصله امریکايي محمود حبیبي ددغې ډلې سره بندي نه دی.
خو د محمود حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي چې د پخواني جمهور رئیس بایډن سره یې د خپل ورور د خوشې کیدو په تړاو د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې، امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبانو یې ورور نیولی او په ناحقه یې بندي کړی دی.
احمدشاه حبیبي د پخواني رجمهور رئیبس سره د جنورۍ په ۱۲ د خبرو وروسته ویلي وو: "جمهور رئیس بایډن په ډیر وضاحت سره مونږ ته وویل چې که طالبان زما ورور خوشې نکړي، رحیم (محمد رحیم الافغاني) به خوشې نشي. زما کورنۍ د هغه ( جمهور رئیس بایډن) څخه منندویه ده چې زما د ورور لپاره دا دریځ څرګند کړی."
دمخه یوې امریکايي رسنۍ "والسټریټ ژورنال" د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له قوله په یو راپور کې ویلي چې د ګوانتنامو په زندان کې د یو افغان بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې د دریو امریکايي وګړو د خوشې کولو په سر د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.
فورم \ دبحث خونه