د لاس رسي وړ اتصالات

وتلې افغانې پیلوټې امریکا کې پناه وغوښته


۲۵ کلنه نیلوفر رحماني وايي له الوتکیو او پرواز سره اوس هم مینه لري
۲۵ کلنه نیلوفر رحماني وايي له الوتکیو او پرواز سره اوس هم مینه لري

نیلوفر رحماني په ۲۰۱۵ کال کې د زړ ورې ښځې جایزه وګټله خو اوس وېرېږي چې هسی نه په افغانستان کې ووژل شي.

د افغانستان د هوايي ځواک یوې وتلې څیرې په متحدو ایالاتو کې پناه غوښتې ده.

نیلوفر رحماني چې د جنګي او مُلکي الوتکو د پیلوټۍ زده کړې یې په امریکا کې ترسره کړي، وايي په افغانستان کې ځان خوندي نه احساسوي.

امریکايي رسنیو د پیغلې رحماني له خولې لیکلي چې ویلي‌”زه د خپل هېواد لپاره له پروازونو سره مینه لرم خو اوس پر خپل ژوند ډاریږم“.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۲۵-کلنې نیلوفر رحماني ته په ۲۰۱۵ کال کې د ‌”زړه ورې ښځې“ نړیواله جایزه ورکړه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي چې نیلوفر رحماني باید د خپلو مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته، بیرته هېواد ته راشي.

په تېرو څو کلونو کې له افغانستان نه د کډوالۍ لړې بیا زوراخیستې او پدې لړ کې آن ځیني حکومتي چارواکي چې د مسلکي زده کړو او نورو رسمي‌ چارو لپاره اروپا او امریکا ته ځي، بیرته افغانستان ته نه ستنیږي.

امریکايي چارواکو تر اوسه د نیلوفر رحماني د پناه غوښتنې په هکله پریکړه نده کړې خو منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ پخوا ویلي وه چې له امریکا ته د مسلمانانو پر کډوالۍ به بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG