د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې د نجونو لیسې یو شمیر زده‌کونکې مسمومې شوي


د هلمند د نجونو لیسې د لسم ټولګي یو شمیر زده کونکې نن لس بجې مسمومې شوې دي.
د هلمند د نجونو لیسې د لسم ټولګي یو شمیر زده کونکې نن لس بجې مسمومې شوې دي.

چارواکي وايي، د هلمند د نجونو لیسې یو شمیر زده کونکې له مسمومیدو وروسته، د بست روغتون ته انتقال شوي دي، چي اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکاغږ ته پېښه تايد کړه. په پېښه کې شاوخوا ۴۸ نجونې مسمومې شوي دي.

هغه وویل "د لښکرګاه د نسوانو د ليسې دا زده کونکياوس روغتون کي دي او د مسموميدو د عامل د معلوميدو په اړه يې تحقيقات پيل شوي".

ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د مسموم شویو نجونو شمیر ۲۴ تنه ښودلی دی. د ښځينه زده کونکو د کور غړي د روغتون مخ ته را ټول شوي او پېښي اندېښمن کړې دي.

د بست روغتون ډاکتران وايي چي د ښځينه زده کونکو ستوني خارښت کوي او د مسموميت ځينې نورې صحي ستونزې هم ورته پيدا کړې دي.

د لښکرګا ښار د نجونو لیسهد ښار په مرکزي برخه کي ده کي ده او تر دې مخکي پدې ولايت دغه ډول پیښه نه وه رامنځ ته شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG