د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د لویې څارنوالۍ پنځه کار کوونکي وژل شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، نن سهار د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې دغه څارنوالۍ پنځه همکاران وژل شوي دي.

لویې څارنوالۍ نن دوشنبه جون۲۲ (چنګاښ۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد کسان خپلې دندې ته پر لارو چې پر موټر یې وسله وال برید شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پېښه تاید کړه او امریکا غږ ته یې وویل چې تر اوسه پوري معلومه نه ده چې وژل شوي کسان د لویې څارنوالۍ لوړ رتبه څارنوالان او که ټیټ رتبه مامورین دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ وايي چې دغه پېښه نن سهار ۸:۳۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ده سبز پر لسم سړک رامنځته شوې ده.

د کابل پولیس وایي چې په سیمه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا پر کورلا ډوله موټر برید کې دوه څارنوالان، یو موټر چلوونکی او د لویې څارنوالۍ دوه نور کار کوونکي وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او زیاتوي چې څېړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په کابل ښار او ولسوالیو کې د لویې څارنوالۍ څارنوالۍ پر کار کوونکو بریدونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د وسله والو غلو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

تر دامهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG