د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې پنځه پولیس وژل شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې وسله والو کسانو د پولیسو د ګزمې پر موټر بريد کړی او پنځه پوليس يې وژلي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو د دفتر مسؤل عادل حيدر امريکاغږ ته وويل، چې دغه بريد د پنجشنبې په ورځ شاوخوا لس نيمې بجې د خوست ښار اړوند په قلموال مېنه کې په رېنجر موټر شوی دی.

که څه هم نوموړي په دغه بريد کې د څلورو پوليسو د وژلو او د يوه ټپي کيدو خبر ورکړ، خو يوې بلې باوري امنيتي سرچينې امريکاغږ ته وويل چې پنځه پوليس وژل شوي او يو ټپي دی.

سرچينې زياته کړه، چې بريدګرو د پوليس وسلې هم له ځان سره اخيستي او د يو کرولا موټر په وسيله له سيمې څخه تښتېدلي دي.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

پکتیا کې د دیني عالم وژل کېدل

د پکتيا امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د جامع جومات خطيب عالم او يو د قرآن حافظ وسله والو کسانو له ځان سره بيولي او وروسته يې وژلي دي.

د پکتيا د پوليسو وياند حيات الله نظامي احمدزي امريکاغږ ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د څمکنيو ولسوالۍ اړوند د ”نوزي خوله‟ په سيمه کې شوې ده.

نوموړي وويل، چې مولوي مهاجر لهخپل ملګري حافظ عبدالعزيزي سره له ډنډپټان نه څمکنيو ته په خپل شخصي کار پسې تللي چې بيا وسله والو له ځان سره بيولي او وژلي دي.

په همدې حال کې د پکتيا د والي محمد حليم فدايي له دفتره په خپور شوي بيان کې د مولوي مهاجر او د حافظ عبدالعزيز پر وژنه خواشيني څرګنده شوې او دا بريد يې غندلی دی.

افغان حکومت د دغو دیني عالمانو وژل د وسله والو طالبانو کار بولی، خو دغې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG