د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې سیلابونو ۲۵ تنه وژلي


د متحده ایالاتو د کنټکي په ایالت کې سیلابونو ۲۵ تنه وژلي او چارواکي وایي ښایي د وژل شویو کسانو شمیر نور هم لوړ شي.

د دې ایالت والي انډي بیشیر شنبه جولای ۳۰ (زمري۸) خبریالانو ته وویل چې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښایي د نورو کسانو مړي هم وموندل شي.

هغه زیاته کړه، "مونږ لا هم د لټون او ژغورنې په پړاو کې یو. اندیښنه لرم چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې نور مړي هم پیدا کړو".

سیلابونو د دې ایالت په غرنیو سیمو کې ګڼ شمیر سړکونه او پلونه له منځه وړي. د ګرځنده ټیلیفونونو خدمات هم ګډوډ شوي چې دې کار د ژوندي پاتې شویو کسانو د پیدا کولو چارې لا ډیرې سختې کړي.

ښاغلي بیشیر همدرانګه وویل چې د کینټکي، ټینسي او لویدیځې ویرجینیا د ملي ګارډ قطعات سیلاب ځپلو سیمو ته تللي او د خلکو د ژغورنې لپاره یې ۶۵۰ هوایي ماموریتونه کړي. والي زیاته کړه چې د ایالت پولیسو هم په اوبو کې د ډوبیدو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره ۷۵۰ ماموریتونه کړي.

د سیلابونو څخه وروسته په ځینو سیمو کې ځمکه هم ښویدلې او سړکونه یې بند کړي چې د والي په وینا دې کار د لټون چارې "بیخې ډیرې" سختې کړیدي.

د دې ایالت په ځینو سیمو کې څه باندې ۲۰ سانتي متره باران وریدلی. مسؤلین وایي چې د باران اوبه دومره ډیرې وې چې د دې ایالت د سیند اوبه په یوازې څو ساعتونو کې ۲۰ فټه پورته شوې.
په ګڼ شمیر سړکونو کې اوبه ډنډ شوې او په ځینو ځایونو کې چې کورنه په لاندې سیمو کې جوړ شوي، اوبه د کورونو تر بامونو رسیدلي.


د ایالت والي په ښوونځیو، کلیساګانو او دولتي پارکونو کې د خلکو د اوسیدو لپاره ۱۵ موقتي سرپناوې جوړې کړي. والي وایي چې لا هم شاوخوا ۱۸ زره کورونه بریښنا نلري او زرګونه نور د څښاک پاکې اوبه نلري.

جمهور رئیس جو بایډن په سیلاب ځپلو سیمو کې د ناوړې پیښې اعلان کړی او پدې سره به د ایالتي او سیمې د ادارو تر څنګ فدرالي مرستې هم سیلاب ځپلو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG