د لاس رسي وړ اتصالات

انوارالحق احدي: حکومت تقریباً فلج دی


ښاغلی احدی وايي عام خلک د ملي يووالي د حکومت له کړنو ناراضه دي
ښاغلی احدی وايي عام خلک د ملي يووالي د حکومت له کړنو ناراضه دي

د سوداګرۍ پخوانی وزیر او د افغان ملت د ګوند افتخاري رهبر انوارالحق احدي د دغه ګوند یوې غوندې ته په وینا کې د ملي یووالي د حکومت په اوه میاشتینۍ کړنو کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د حکومت د مشرانو ناسم مدیریت خلک اندیښمن کړي دي.

د افغان ملت ګوند د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې چې ورته د دغه ګوند د سلګونو پلویانو او ملاتړو سربیره په زیات شمیر قومي مشران او د یو شمیر سیاسي ډلو استازي هم وربلل شوي وو، د خپل ګوند د پخوانیو مشرانو ستاینه وکړه.

غونډې ته انورالحق احدي د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د واک ویش ته په اشارې وویل، مخکې له دې چې د ملي یووالي حکومت د واک د ویشلو په اړه روښانه تګلاره جوړه او پر سر یې هر اړخیزې موافقې ته ورسیږي، د ملي یووالي حکومت پر جوړولو یې سلاء وکړه خو ورته یې د یوې روښانې تګلارې جوړولو ته زیاته پاملرنه و نه کړه.

"د ملي وحدت حکومت په پیل کې پالیسي ته هیڅ توجه ونکړه او په دې اړوند کوم بحثونه چې وشول نه مشخص وو او نه ورته چندان اهمیت ورکړل شو، ټوله توجه د قدرت ویش ته وه خو متاسفانه د قدرت ویش هم په مشخص ډول د حکومت د جوړیدو له اعلان نه مخکې ونشو، همدغه دلیل دی چې زموږ ائتلافي حکومت سم کار نه کوي او نوی حکومت تقریباً فلج دی".

ښاغلي احدي، د حکومت لخوا د کابینې په جوړولو کې ځنډ او د عامه ګټو پر ځای د یو شمیر ځانګړو ډلو ګټو ته ترجیح ورکول، په ټاکنیزو اصلاحاتو کې ځنډ او د پارلماني ټاکنو ځنډول او دغه راز، د الکترونیکي تذکرو په بهیر کې خنډ او ورکې د افغان هویت لیکلو موضوع او په ټولیزه توګه په دغو برخو کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ناسم مدیریت هغه ستونزې په ګوته کړې چې له امله یې افغان ولس ته جدي اندیښنې او پوښتنې پیدا شوي دي.

"د ملي یووالي حکومت له لویو امنیتي، اقتصادي، مسلکي او مشروعیتي ستونزو سره مخ دی، د دغه حکومت او هیواد لپاره د وخت ضایع کول به ډير ګران تمام شي، په خواشنیې سره چې د ملي یووالي حکومت پرته له کوم قانع کوونکي دلیل، ډیر زیات وخت ضایع کړی دی او دا زموږ ټولو لپاره د ناهیلۍ سبب شوی دی".

د ښاغلي احدي پر وینا د ملي یووالي حکومت د ناسم مدیریت له امله د ولس او دولت تر منځ واټن د ورځې په تیریدو سره مخ په زیاتیدو دی.

دغه راز، ښاغلي احدي د پښتنو مشرانو له قوله وویل، چې ولسمشر غني د دولتي پرسونل په ټاکنو کې د نورو قومونو له مشرانو څخه مشورې اخلي او د هغوی له نظر سره سم کار کوي خو د پښتنو په مورد کې داسې احساس کیږي چې د هغوی لخوا ولسمشر صلاحیت لري او د پښتنو مشرانو مشورو ته ارزښت نه ورکوي.

"داسې هم ویل کیږي چې هغه مشران، چې د خوي له لحاظه آرام دي او په شرافت مشهور دي هغوی ته توجه نه کیږي، ځکه چې وايي له هغوی نه خطر نشته او توجه هغو ته کیږي چې تُند مزاجه وي او رسوايي کوي".

خو بلخوا ښاغلي احدي د سولې په بهیر کې پرمختګ او له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له اروپايي او عربي هیوادونو سره د اړیکو د ښه کیدو ستاینه وکړه او دا چارې یې د ولسمشر غني د حکومت له پیل څخه تر دې مهاله د ملي یووالي د حکومت د پام وړ لاسته راوړنې وبللې.

د افغان ملت ګوند چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني له نوماندۍ څخه یې ملاتړ کړی وو نږدې ۵۰ کاله مخکې د انجینیر غلام محمد فرهاد لخوا تاسیس شو، چې د دغه ګوند د چارواکو په وینا اوسمهال شاوخوا څلور سوه زره غړي لري.

XS
SM
MD
LG