د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې څلور تنه مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شول


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې یوې محکمې شنبه جنوري ۲۵ (سلواغې شپږمه) څلور تنه په اعدام محکوم کړل چې تورن دي په ټولنیزو شبکو کې یې د اسلامي اشخاصو او قرانکریم په هکله د سپکاوي لیکنې کړیدي.

قاضي طارق ایوب د راولپنډۍ په ښار کې په محکمې کې پدې کسانو د اعدام سزا د اعلان پر وخت وویل چې په پاکستان کې د اسلام سپیڅلو اشخاصو او قرانکریم ته سپکاوی "نه بخښل کیدونکي" جنایتونه دي چې د ‍زړه سوي لپاره ګنجایش نلري.

د محکمې په حکم کې په څرګنده توګه ندي ویل شوي چې دې څلورو کسانو د اسلام په هکله څه شی لیکلي چې د پاکستان قانون له مخې مقدساتو ته سپکاوی بلل کیږي، خو د دې کسانو مدافع وکیل، منظور رحماني د محکمې حکم او هغه چارواکي چې د دې قضیو په هکله یې پلټنې کړي، غندلي دي.

ښاغلي رحماني همدارنګه د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د محکمې پریکړې په خلاف به د استیناف غوښتنه وکړي.

هغه ویلي، "محکمې دې قضیو په هکله ابهامونه او شکونه له پامه غورځوي او ښایي دا کار پدې خاطر کوي چې که تورن شخص وبښل شي، پاریدلي خلک او مذهبي ډلې ښایي د قاضیانو په خلاف د تشدد څخه کار واخلي".

دې مدافع وکیل همدارنګه ویلي چې د استیناف غوښتنې لپاره اسناد برابروي او په عالي محکمې کې به عریضه وکړي.

د راولپنډۍ ښار محکمې دې څلورو کسانو ته چې معلومه نده د یو بل سره څه اړیکه لري، د اعدام سزا ورکولو تر څنګ ۴.۶ میلیونه پاکستانۍ روپۍ نغدي جریمه هم لګولی. قاضي همدارنګه حکم کړی که چیرته په عالي محکمې کې د دې کسانو د مرګ سزا بدله شي، باید چې په بند محکوم شي.

په پاکستان کې اسلام ته سپکاوی یوه لویه مسئله ده چې ډېر کله تورن کسان د خلکو له لوري‌ د محکمې له پرېکړې پرته وژل شوي دي. په پاکستان کې اسلام ته د نه سپکاوي قانون په اساس اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي سزا مرګ دی، خو لا په دې اړه یو کس هم په رسمي ډول محاکمه او اعدام شوی نه دی.

تېر کال د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز غیر دولتي ادارې په یو رپوټ ویلي وو، چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي، چې له دې ډلې څخه لږ تر لږه ۸۹ تنه یې بې له محاکمې د خلکو له خوا وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG