په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په مسافر وړونکي ریل ګاډي برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او د دغې ډلې په وینا په دې قضیه کې د پاکستاني مقاماتو ادعاوې "بې اساسه" دي.
د بلوچ ازادي بخښونکي ارمي په نوم وسله والې ډلې د سه شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په سیبي سیمه کې له کوټې څخه پېښور ته په یو تلونکې ریل ګاډي برید وکړ او تر ۴۵۰ زیات مسافر یې یرغمل کړل.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ وویل، پاکستاني ځواکونو تر ۳۰ ساعتونو عملیاتو وروسته "ټول ۳۳ ترهګر" وژلي او سلګونه یرغمل شوي کسان یې خوشي کړي دي.
چوهدري وويل، "د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې، ترهګر د سټلايټ ټليفونونو له لارې په افغانستان کې د خپلو تسهيلوونکو او خپلو متفکرو مغزونو سره په اړيکه کې وو."
سربیره پر دې د پاکستان پوځ هم یوه بیانیه خپره کړې چې ویلي یې دي "دا برید له افغانستان څخه د ترهګرو د رهبرۍ ډلې له خوا پلان او رهبري شوی و".
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره په دې پیښه کې د بې ګناه خلکو پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړې او د پاکستان د پوځ د ویاند ادعا یې رد کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "موږ له پاکستاني لوري څخه غواړو چې د دا ډول غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د خپلو امنیتي او داخلي ستونزو پر حل تمرکز وکړي... په افغانستان کې د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی شتون نه لري."
پاکستاني مقاماتو تل ادعا کړې چې ترهګرې ډلې د پاکستان پر خاورې باندې د خپلو بریدونو طرحې په افغانستان کې له خپلو پناهځایونو څخه پلانوي او رهبري کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او پر پاکستان تور لګوي چې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.
که څه هم د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې د پوځي عملیاتو له پیل مخکې ۲۱ ملکي کسان وسله والو وژلي، خو د ریل ګاډي سپرلیو چې ژغورل شوي رسنیو ته ویلي، چې وسله والو د مسافرو د هویت کارتونو له کتلو وروسته پاکستاني پوځیان په نښه کړل او په ډزو یې ووژل.
محمد نوید، یو له مسافرو څخه چې په تېښته بریالی شوی د فرانس پرس اژانس ته وویل: "هغوی موږ ته وویل چې یو یو له ریل ګاډي څخه ووځو. هغوی ښځې او بوډاګان سره جلا کړل او اجازه یې ورکړه چې ولاړ شي. مونږ ته یې وویل چې راووځئ، تاسو ته به زیان ونه رسیږي. کله چې شاوخوا ۱۸۵ کسان ووتل، دوی ځینې غوره کړل او په ډزو یې ووژل."
یو بل مسافر چې له دې ریل ګاډي څخه ژغورل شوی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل: "هغوی راغلل او د هویت او خدمت کارتونه یې وارزول، دوه عسکر یې زما مخې ته ووژل او څلور نور یې له ځانه سره بوتلل، هغه کسان چې پنجابیان وو، ترهګرو له ځانه سره بوتلل."
د فرانس پرس اژانس یو عکاس راپور ورکړی چې هغه د چهارشنبې په ورځ له کوټې څخه د پیښې ځای ته د شاوخوا ۱۵۰ خالي تابوتونو د لیږد شاهد و.
د کوټې ښار یو جګپوړي امنیتي مقام د فرانس پرس اژانس ته ویلي، په دغه ریل ګاډي کې ګڼ شمېر نیمه پوځیان او د هغوی خپلوان سپاره وو. دغه مقام تائيد کړه، چې د پېښې سيمې ته تابوتونه د نیمه پوځیانو او او ملکیانو د جسدونو د انتقال لپاره چې سخت دریځو وژلي دي، لېږدول شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۳۷ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي، خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
بلوڅ بیلتون غوښتونکو دمخه هم په پاکستان کې په ریل ګاډو باندې بریدونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې یو ریل ګاډي یرغمل کوي.
بلوچان له اوږدې مودې راهیسې شکایت لري چې د بلوچستان له عوایدو څخه منصفانه برخه نه ترلاسه کوي، دغه نارضایتي ددې سبب شوې چې څه دپاسه لس بلوچ جدایي غوښتونکې ډلې د پاکستان د حکومت پر ضد قیام وکړي.
فورم \ دبحث خونه