د غزې د دفاع مدني سازمان وايي چې د یکشنبې په ورځ، جنوري پنځم (مرغومي ۱۶) د غزې پر تړانګې د اسرائيل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
دا هوايي بریدونه په داسې حال کې شوی چې اسرائیل د شنبې په ورځ وویل په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره په قطر کې غیر مستقیم مذاکرات بېرته پیل شوي دي.
د غزې د دفاع مدني سازمان ویاند محمو بصال د فرانس پرس اژانس ته وویل چې د یکشنبې په سهار د غزې د شمال په شیخ رضوان سیمه کې پر یوه کور باندې د اسرائیل په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
بصال وویل: "اوس هم ژغورونکي د پنځو کسانو په لټه کې دي چې د کور تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي."
د اسرائيل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې په تیرو دوو ورځو کې یې د غزې په تړانګه کې تر سلو زیات "ترهګریز اهداف" په نښه کړي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د دفاع وزارت وویل چې د دغو بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۸ کسان وژل شوي دي.
په عین حال کې د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یو کور باندې د اسرائیل په یو بل برید کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د فرانس پرس اژانس لخوا په خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ژغورونکي روغتون ته ټپیان او جسدونه لیږدوي.
د اسرائيل پوځ وویل په دغو بریدونو کې څو هغه ځایونه په نښه شوي چې وسله والو ترې په دې وروستیو ورځو کې پر اسرائیل د توغندیو بریدونه کړي و.
د اسرائیل پوځ په یو بیان کې راغلي چې هوايي ځواکونو یې په تېرو دوو ورځو کې د غزې په تړانګه کې له ۱۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي او د حماس ډلې لسګونه وسلهوال یې له منځه وړي دي.
دا تاوتریخوالی د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو د معاملې ترسره کولو لپاره د غیر مستقیم مذاکراتو سره هممهاله پیل شوی دی. دواړو خواو ویلي چې دا مذاکرات به د روانې اونۍ په پای کې بېرته په قطر کې پیل شي.
قطر، مصر او متحده ایالات له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د منځګړو په د جګړې د پای ته رسولو او په غزه کې د لسګونو یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره یو توافق ته ورسېږي. د مذاکرات چې له څه مودې راهیسې ځنډول شوي و د بېرته پیلدو لپاره یې هڅې څو ورځې مخکې له هغې ترسره کیږي چې د جنوري په ۲۰ به د متحده ایالاتو منتخب ولسشمر د لوړې مراسم پر ځای او د ولسمشر په توګه رسماً خپله دنده پیل کړي.
په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوه پر اسرائیل باندې برید وکړ. د اسرائيل د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه برید کې ۱۲۰۸ کسان ووژل شول چې زیات شمېر یې ملکي وګړي و او دغه راز لسګونه کسان یرغمل شول.
اسرائيل د دغه برید په ځواب کې پر غزې باندې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل چې لا هم دوام لري. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت شمیرې چې د ملګرو ملتونو لخوا هم تائید شوي ښيي چې په دغه بریدونو کې تر اوسه ۴۵زره او ۸۰۵ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو لویه برخه غیر نظامیان دي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه