د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی په زیاتېدو دی


په پاریس کې د کورني تاوتریخوالي په ضد اعتراض
په پاریس کې د کورني تاوتریخوالي په ضد اعتراض

د فرانسې حکومت پنځه میلیونه یورو (پنځه نیم میلیون ډالر) په هیواد کې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي پروګرامونو ته ځانګړي کړي.

په فرانسه کې د کورني تاوتریخوالي پیښې زیاتې دي او د رسمي شمیرو له مخې په وسطي توګه په هرو دوو دریو ورځو کې یوه ښځه د خپل ژوند د شریک له لورې وژل کیږي.

خو منتقدین د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د پنځه میلیونه یورو ځانګړي کول په فرانسه کې د دغه تاوتریخوالي د لوړې کچې په پرتله کم ګڼي او وایي، د فرانسې دولت د کورني تاوتریخوالي او د هغې د عواملو په وړاندې مبارزې ته جدي پام نه کوي.

د فرانسې صدراعظم ادوارد فلیپ، د سې شنبې په ورځ (سپتمبر۳-وږي ۱۲) د یو شمیر فعالو ډلو سره په کتنه کې د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو د ساتنې لپاره د دولتي بودجې د ځانګړي کولو تصمیم اعلان کړ.

ښاغلي فلیپ وویل چې دغه پیسې به په عمده توګه د فرانسې په امنو کورونو کې چې د کورني تاوتریخوالي قربانیان په کې ساتل کیږي ولګول شي.

یوې ډلې فعالینو چې په فرانسه کې د کورني تاوتریخوالي شمیرې تعقیبوي ویلي دي چې یواځې د روان کال په ترڅ کې څه دپاسه سل ښځې په فرانسه کې د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې مړې شوی دي.

یوه تازه پېښه د دغې ډلې په وینا د دوشنبې په ورځ شوې ده چې په فرانسه کې یې په روان کال کې د کورني تاوتریخوالي د مړینو شمیر ١٠١ تنو ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG