د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر او د کابل خوشبیني


هیله ده پاکستان ته د افغان پلاوي سفر مثبتې پایلې ولري - د بهرنیو چارو وزارت
هیله ده پاکستان ته د افغان پلاوي سفر مثبتې پایلې ولري - د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې پاکستان ته د افغان پلاوي سفر مثبتې پایلې له ځان سره ولري.

د بهرنیو چارو وزارت پر داسې مهال پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر په اړه خوشبیني څرګندوي چې ټاکل شوې نن په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو چارواکي د سولې او پيوستون په اړه د افغانستان او پاکستان د «عمل پلان» په اړه غونډه وکړي.

په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ادریس زمان په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسؤلین وايي، پاکستان د افغان سولې په بهیر کې مهم رول لري او هیله څرګنده وي چې دغه هېواد ته د افغان پلاوي سفر ښې لاسته راوړنې له ځان سره ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن دوشنبه په دې اړه کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل:"هیله من یو چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي نننی سفر مثبتې پایلې ولري او پاکستان له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نظامي برخه کې د همکاریو عملي او صادقانه ګامونه پورته کړي."

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت هیله لري چې پاکستان دا ځل د افغان سولې سره د همکارۍ ترڅنګ نورو برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاده غونډه به د دې فرصت برابر کړي چې دواړه لوري د «عمل پلان» په چوکاټ کې د رامنځته شوو پرمختګونو او نورو همکاریو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «عمل پلان» پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شو چې هدف یې د یادو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزو اړیکو د همکارۍ په هدف د یو جامع پلان رامنځته کول و.

تېر کال د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پنځه کاري کمېټې رامنځته شوې، چې سیاسي او ډیپلوماټیکه، د کډوالو چارو، نظامي، امنیتي او اقتصادي کمېټې پکښي شاملې دي چې د دواړو خواو څخه لوړپوړي چارواکي یې مشري کوي.

یاده غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي چې روانه اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره پاکستان ته سفر کړی و.

په پام کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم راتلونکې سرطان میاشت د پاکستان د صدراعظم په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي او د هغه هېواد له چارواکو سره پر څلورو موضاتو تفصیلي خبرې وکړي.

ښاغلي غني ویلي، چې د دواړو هېوادونو پلاوي پر ټاکل شوو مواردو باندې هر اړخیز کار کوي، تر څو په اسلام اباد کې له عمران خان سره لیدنه یې«عملي پایلې ولري»

XS
SM
MD
LG