د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: خپلواکه مرکزي بانک غواړم


ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک نوی رئیس د دغه بانک کارکوونکو ته وروپیژنده
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک نوی رئیس د دغه بانک کارکوونکو ته وروپیژنده

افغان ولسمشر د افغانستان بانک د نوي رئیس د معرفي کولو پر مهال وویل، د افغانستان په مرکزي بانک کې هیڅ ډول لویه او وړه سیاسي لاسوهنه ورته د منلو نه ده، نه یوازې دا چې د مرکزي بانک خپلواکي غواړي بلکې ورباندې ټینګار کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک نوی رئیس د دغه بانک کارکوونکو ته معرفي کړ.

ولسمشر غني، په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان بانکداري د دغه هیواد د اقتصادي پرمختګ یوه اساسي برخه ده او د بانکدارۍ د یو فعال، شفاف او د اعتبار وړ نظام په نه شتون کې اقتصادي وده ممکن نه ده.

افغان ولسمشر وویل "زه غواړم په وضاحت سره اعلان وکړم چې د مرکزي بانک خپلواکي نه یوازې زموږ د منلو وړ دی بلکې موږ ورباندې ټینګار کوو، جناب صدیق صاحب د مرکزي بانک د قانون له مخې چې په جوړولو کې یې هغه مهال ما یو رول درلود، عملي خپلواکي به ولري تر څو د افغانستان پولي سیاست منسجم کړي."

دغه راز، افغان ولسمشر د پخواني کابل بانک قضیه د افغانستان په تاریخ کې د یوې تورې پاڼې په توګه یاده کړه چې پر وینا یې د افغانستان د بانکدارۍ شهرت ته یې زیان رسولی دی.

د ولسمشر غني پر وینا د دې پر ځای چې بانکداري د اقتصادي ودې او متشبثینو ته د مناسبو قرضو د برابرولو وسیله شي بلکې له خلکو او دولت څخه د پیسو د غلا پر یوې وسیلې بدله شوه.

ولسمشر غني وویل "دا کرکیچ د خدای په فضل سره د لرې کیدو په حال کې دی، د افغانستان درې ګونو محکمو د تصفیې چوکاټ جوړ کړی دی او د ملت پیسې د بیرته اخیستو په حال کې دي."

په همدې توګه د افغانستان بانک نوي رئیس خلیل الله صدیق وویل، د افغانستان د بانکدارۍ په سیسټم کې معینې ستونزې شته، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري او د یو سالم او قانوني بانکي سیسټم په رامنځ ته کولو به د افغانستان د بانکدارۍ په سیسټم کې روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږي.

ښاغلي صدیق په کابل بانک کې د کړکیچ اصلي لامل د قانون نه تطبیق کیدل او کمزوری مدیریت په ګوته کړ، و یې ویل د کابل بانک د کړکیچ له امله د افغانستان مالي او بانکي سیستم ته لوی زیان رسیدلی دی او هڅه کوي، چې په افغانستان کې بانکي بحران ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي صدیق وویل "په خواشینۍ سره د افغانستان بانکي او مالي سیستم ته یې یو بد نوم راوړ چې لا هم د کابل بانک مسئله د نړۍ د ورځپاڼو په مقالو کې د سر ټکی دی، زه هیله‌مند یم هغه تدابیر چې موږ به یې دلته ونیسو، هغو بانکي کړکیچونو ته به د پای ټکې کېښودل شي کابل بانک ورسره مخامخ شو."

بلخوا د افغانستان لویه څارنوالۍ وايی، د پخواني کابل بانک د پورونو د تصفیې قضیه لا هم په جدي توګه تر تعقیب لاندې ده او تر اوسه څه باندې دوه سوه میلونه ډالره له پوروړو څخه ترلاسه شوي او د ځینو جایدادانو د حکومت لخوا ضبط شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي امریکا غږ ته وویل، د پخواني کابل بانک ۱۵۵ لوی او واړه پوروړي چې د تصفیې مدیریت ته حاضر شوي نه دي او له قانون څخه یې سرغړونه کړې له افغانستان څخه ممنوع الخروج پیژندل شوي دي.

هغه وویل "هغو اشخاصو او افرادو چې د تصفیې له مدیریت سره د مقاولې فورمې لاسلیک کړي، ښاغلی محمود کرزی، ښاغلی قسیم فهیم، ګلبهار حبیبي او ځینو نور کسان دي او هغه کسان چې تر اوسه د تصفیې مدیریت ته او څارنوالۍ ته حاضر شوي نه دي او خپل پورونه یې صفر کړي نه دي، دوی د لوې څارنوالۍ لخوا ممنوع‌ الخروج اعلان شوي دي، او په ورته وخت کې ټولو اړوندو ادارو ته مو مکتوبونه استولي چې د دوی جایدادونه د دولت تر ولکې لاندې راولي."

له دې مخکې لویې څارنوالۍ ویلي وو، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ورور محمود کرزي او د مارشال محمد قسیم فهیم ورور حسین فهیم خپل حسابونه تصفیه کړي دي

دغه راز ښاغلي عزیزي وویل د تصفیې د مدیریت دوه مامورین چې د بډو د اخیستلو په تور د امنیتي ارګانونو لخوا نیول شوي، د دوی په اړه د لویې څارنوالۍ لخوا تحقیقات بشپړ شوي او دوسیه یې تیره اونۍ محکمې ته استول شوې ده.

XS
SM
MD
LG