د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته د یو سني سیاستوال د رسېدو مخنیوی وکړ


د ایران پارلمان
د ایران پارلمان

د ایران پارلمان چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) ددغه هېواد د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته د یو سني سیاستوال د رسېدو مخه ونیوله.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اګست په میاشت کې عبدالکریم حسین‌زاده د کلیو د پراختیا په چارو کې د خپل مرستیال په توګه ونوماوه.

د ایراني رسنیو د خبر له مخې، د پارلمان غړو د چهارشنبې په ورځ د پارلمان له څوکۍ څخه د حسین‌زاده د استعفا او د ولسمشر د مرستیال په توګه د هغه ګمارنې ته د رد رایه ورکړه.

ایرانا خبري اژانس لیکلی: "په پارلمان کې د حاضرو استازو له جملې څخه ۱۰۷ مثبتې، ۱۲۹ منفي او پنځو ممتنع رایې ورکړې."

له دغې رایې اچونې وروسته، د پارلمان غړي مهرداد لاهوتي وویل، د رایو موخه دا وه چې حسین‌زاده د هغه د "ظرفیتونو او تجربې" له مخې په پارلمان کې پاتې شي.

د ایران د پارلمان اړوند خبري اژانس د لاهوتي له قوله لیکلي: "د پارلمان وکیلان په دې باور دي چې په پارلمان کې د هغه موجودیت به ډیر ګټور وي." لاهوتي ټینګار کړی چې له پارلمان څخه د حسین‌‌زاده استعفا ته منفي رایه د هغه د سني مذهب سره تړاو نلري.

د ایران اکثریت وګړي شیعه دي او سنیان ددغه هېواد د نفوس ۱۰ سلنه جوړوي چې د ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب راهیسې یې ډیر کم لوړې حکومتي څوکۍ ترلاسه کړي دي.

حسین‌زاده ۴۴ کلن دی. دغه اصلاح غوښتونکی سیاستوال د ۲۰۱۲ راهیسې په پارلمان کې د ایران په شمال لویدیځ کې د نقده او اشنویه ښارونو استازیتوب کوي.

حسین‌زاده په عامه ویناګانو کې په مکرر ډول په ایران کې د سنیانو د حقونو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر پزشکیان چې پخپله اصلاح غوښتونکی دی، د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې په ایران کې لږکیو په ځانګړي ډول سني اقلیت ته د لوړو څوکیو په نه ورکول کېدو انتقاد کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG