د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس مشر په غزه کې د اوربند د خبرو دپاره مصر ته تللی


د حماس مشر اسماعیل هنیه
د حماس مشر اسماعیل هنیه

حماس وايي ددغې ډلې مشر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د مصر په پایتخت قاهره کې دی ترڅو په غزه کې د ممکنه اوربند په اړه له مصري چارواکو سره خبرې وکړي.

مصر د حماس او اسرائیل ترمنځ منځګړیتوب کوي او تېره میاشت یې د دواړه خواوو ترمنځ د یوې اونۍ اوربند رامنځته کولو کې رول درلود چې په ترڅ کې یې حماس شاوخوا ۱۰۰ یرغمل خوشې کړل.

په جګړه کې د بل موقت اوربند په اړه خبرې اترې روانې دي چې پکې به د حماس له بند څخه د نورو یرغمل شویو خوشې کول شامل وي، خو د جګړې ښکیلو خواوو په دې اړه لا تراوسه موافقه نه ده کړې.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ د سه شنبې په ورځ د نړیوالو دپلوماتانو یوې غونډې ته وویل چې اسرائیل د خپلو یرغمل شویو د خوشې کولو په بدل کې په جګړه کې بشري وقفې ته غاړه ږدي. هغه دا هم وويل چې اسرائيل له فلسطينيانو سره نه، يوازې له حماس سره جګړه کوي.

په غزه کې د چهارشنبې په ورځ جګړه روانه وه. د اسرائیل پوځ ویلي، د تېرې ورځې په ترڅ کې یې پر څه باندې ۳۰۰ هدفونو بریدونه کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو داسې پریکړه لیک پر سر د رایې اچولو خبر ورکړ چې په جګړه کې د وقفې غوښتنه کوي ترڅو غزې ته خوراکي توکي، اوبه او درمل ورسیږي چې د غزې اوسېدونکي ورته سخته اړتیا لري.

ټاکل شوې وه چې دغه رایه اچونه د دوشنبې په ورځ ترسره شي، خو د پرېکړه لیک د مسودې پر سر چې متحده عربي اماراتو یې ملاتړ کړی، د اختلاف له کبله دوه ځله ځنډېدلې ده.

د پریکړه لیک مسوده چې امریکا غږ لیدلې، "غوښتنه کوي" چې د جګړې ښکیلې خواوې "د غزې په تړانګه کې د فلسطین ملکي وګړو ته په مستقیم ډول د بشري مرستو سمدستي، خوندي او بې خنډه رسولو ته اجازه ورکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي." دا مسوده د "د جګړې د سمدستي ځنډولو غوښتنه هم کوي" ترڅو د مرستو خوندي او بې خنډه رسېدو ته لاره هواره شي.

په مسوده کې د ملګرو ملتونو د څارنې د داسې میکانیزم غوښتنه شوې ترڅو تائید کړي چې غزې ته له مختلفو غځېدلو لارو رسېدونکې مرستې بشري دي.

د دسمبر په اتمه په امنیت شورا کې د یوه پریکړه لیک د تصویبولو هڅه چې د بشردوستانه اوربند غوښتنه یې کړې وه، د متحده ایالاتو له خوا د رد کېدو له امله ناکامه شوه.

رایه اچونه د سه شنبې له سهار څخه تر ماسپښین پورې وځنډول شوه. په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو مرستیال سفیر باب ووډ خبریالانو ته وویل، "موږ لاهم په دې کار کوو." او تر چهارشنبې پورې وځنډول شوه.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې لانا نسیبه خبریالانو ته وویل: "په نهایت کې، د حل لار اوربند دی، خو لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، دا په دې وروستیو کې نه دی منل شوی، نو موږ هوکړه وکړو ترڅو بشري کارکونکو ته اجازه ورکړل شي چې د اړتیا وړ خوندي کار ترسره کړي."

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "د بشري حقونو او بشردوستانه اساساتو له مخې د اوربند غږونه ورځ تر بلې لوړیږي او باید ورته پام وشي."

اسرائیل د اکتوبر په اوومه ورسته له هغه په غزه کې عملیات پیل کړل چې د حماس جنګیالیو په جنوبي اسرائیل کې د یو برید په ترڅ کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې په غزه کې تراوسه له ۱۹۶۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي اسرائیل په روانو ځمکنیو عملیاتو کې د خپلو ۱۳۲ پوځیانو وژل کېدل تائید کړي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، جګړې د غزې شاوخوا ۸۵ سلنه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه کړي، چې ډېری یې هڅه کوي په جنوبي غزه کې د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې د اوسېدو لپاره خوندي ځای ومومي. خو پناه ځای غوښتنه له موجوده ظرفیت څخه څو چنده زیاته بلل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG