د لاس رسي وړ اتصالات

حماس وایي د غزې اوربند په دویم پړاو خبرو پیل کیدو لپاره مثبتې نښې شته


د اسرائیل- حماس تر منځ په جګړې کې د غزې تړانګه تقریباً په بشپړه توګه تبا شوې.
د اسرائیل- حماس تر منځ په جګړې کې د غزې تړانګه تقریباً په بشپړه توګه تبا شوې.

د حماس ډلې شنبه مارچ اتمه ( کب ۱۸) ویلي چې په غزې کې د اوربند پر سر د خبرو دویم پړاو پیل کیدو لپاره "مثبتې نښې" شته دي.

د حماس ویاند عبدالطیف القنوع دا څرګندونې په یوې اعلامیې کې وروسته تر هغې وکړلې چې د دې ډلې استازو د مصر په پایتخت قاهرې کې د منځګړو هیوادونو د استازو سره وکتل.

ښاغلي قنوع پرته لدې چې نور جزیات ورکړي او یا د مثبتو نښو په هکله نور ملومات ورکړي ویلي، " د مذاکراتو دویم پړاو پیل کیدو لپاره مثبت علایم شته دي."

د حماس یو لوړ پوړي پلاوي د شنبې په ورځ د مصر د چارواکو سره کتلي دي او ویل کیږي چې د خبرو هدف د اوربند دویم پړاو پیل کیدو په باره کې ددې ډلې نظر معلومول و.

د حماس په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ډله د فلسطیني ولس د غوښتنو پوره کولو لپاره چمتو ده چې د اسرائیل سره د اوربند په دویم پړاو کې خبرې وکړي خو تر څنګ یې په منځګړو هیوادونو غږ کړی چې اسرائیل مجبور کړي د اوربند په لومړي پړاو کې خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.

په عین حال کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې خپل یو پلاوی د همدې راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر پایتخت دوحې ته استوي چې د اوربند په خبرو کې برخه واخلي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې اسرائیل د متحده ایالاتو له ملاتړ برخمنو منځګړو هیوادونو بلنه منلې او مذاکراتو مخته وړلو لپاره به خپل یو پلاوی دوحې ته واستوي.

د اسرائیل – حماس تر منځ د اوبند لومړي پړاو موده چې د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړتوب د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په سر کې وشو، موده یې د همدې روانې مارچ میاشتې په لومړې نیټې پای ته ورسیده.

سره لدې په غزې کې اوربند پای ته رسیدلی خو بیا هم حماس او اسرائیل تر ډیره حده په یو بل ډزې ندي کړي.

اسرائیل غوښتل د اوربند لومړی پړاو د اپریل میاشتې تر نیمایي پورې ادامه پیدا کړي خو د حماس ډلې بیا ټینګار کاوه چې د دې اوربند دویم پړاو پر سر دې خبرې پیل شي چې ښایي په غزې کې د دایمي اوربند سبب شي.

د اوربند په لومړي پړاو کې د حماس ډلې ۲۵ ژوندي او د ۸ برمته شویو کسانو جسدونه اسرائیل ته وسپارل چې په بدل کې د اسرائیل حکومت د بیلا بیلو زندانونو څخه شاوخوا ۱۸۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل.

ویل کیږي چې لا هم د حماس ډلې سره د ۲۵۱ برمته شویو کسانو له ډلې څخه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومې تښتول شوي و، لا هم ۵۸ یې په غزې کې دي خو اسرائیل وایي چې ۳۴ برمته شوي ښایي مړه شوي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG