د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې چاودنې ۷ تنه ووژل او ۴۶ یې ټپيان کړل


د هلمند چاودنه
د هلمند چاودنه

د هلمند ولایت مرستیال والي سید محمد جان رسولیار امریکا غږ ته وویل، په دې برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپيان دي چې په هغو کې د والي ویاند عمرځواک، د هلمند د زراعت رئیس، د نادعلي او ګرشک ولسوالیو ولسوالان هم شامل دي.

د هلمند مرسیتال والي وویل چې د ولایت په ودانۍ کې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه یوه غونډه روانه وه چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

په همدې حال کې د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې یوې خبرپاڼه کې راغلي، یوه اندازه چاودیدونکي توکي چې د دولت وسله والو مخالفینو لخوا په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو د هلمند ولایت د ولایتي شورا ودانۍ ته نږدې ورته چاودنه ورکړل شوه.

د کورنیو چارو وزارت په دغه برید کې د اوو تنو وژل کیدل او د ۲۱ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د چاودنې په سیمه کې وسله واله نښته روانه ده او ویلي یې دي، چې اوسمهال سیمه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د عیني شاهدانو پر وینا چاودنه ډیره زوروره وه او په سیمه کې یې یو شمیر ودانیو ته هم زیان اړولی دی.

د دې چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی او د زیات شمیر کسانو د وژلو ادعا یې کړې ده.

د طالبانو یو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته په یو ټیلیفوني پيغام کې ویلي، چې چاودنه د هغوی د ملګرو لخوا شوې ده.


دغه چاودنه په داسې حال کې شوی چې د هلمند ولایت په شمالي سیمو کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د طالب وسله والو پر خلاف د ذولفقار په نوم د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.


د امنیتي چارواکو پر وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د سیستاني او تریخ ناور سیمې چې د طالبانو له مهمو مرکزونو شمیرل کیږي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG