د لاس رسي وړ اتصالات

هاندوراس وايي له متحدو ایالتونو سره د استرداد تړون لغوه کوي


د هاندوراس ولسمشره شیومارا کاسترو
د هاندوراس ولسمشره شیومارا کاسترو

هاندوراس د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸ (سنبله اومه) وویل چې له متحدو ایالتونو سره د استرداد هغه تړون لغوه کوي، چې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو د استرداد او زنداني کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

هاندوراس متحده ایالتونه د هاندوراس او ونزویلا په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی دی. د دغه هېواد ولسمشرې شیومارا کاسترو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «د متحدو ایالتونو مداخله او د خپل سفارت او استازو له لارې د هاندوراس د چارو د تنظیم کولو نیت د زغملو نه دي.»

نوموړې ویلي دي چې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې ده چې د استرداد دا تړون لغوه کړي. نوموړې تور لګولی چې امریکا «د نړیوال قانون له اصولو» څخه، چې په خبره یې د «حاکمیت، نړیوالې سولې، عدم مداخلې او د خپل برخلیک د ټاکلو درناوی کوي» سرغړونه کوي.

هاندوراس د ونزویلا یو متعهد ایتلافي دی چې د نیکولاس کاسترو له بیا ټاکل کېدو وروسته د واشنګنټن او نورو هېوادونو له لوري تر فشار لاندې دی.

د نړیوال قانون په اساس، د داسې تړون لغوه کول یو اړخیز وي. د هاندوراس د بهرنیو چارو وزیر اینریکه رینا په خپل ایکس حساب کې هغه یادښت خپور کړی،‌ چې د دغه تړون د لغوه کېدو په اړه یې د واشنګټن دپلوماتیک ماموریت ته استولی او دا مسئله یې ور تفهیم کړې ده.

د استرداد دا تړون د «نشه يي توکو د دولت» د ختمولو په برخه کې ارزښتناک بلل کېده، چې د امریکايي چارواکو په وینا د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۲ کالونو په منځ کې د خوان اورلانډو د ولسمشر په مهال رامنځ ته شوی و.

په تېرې یوې لسیزې کې په نشه يي توکو تورن د هاندوراس ۵۰ وګړي متحدو ایالتونو ته استول شوي، په دوی کې هرناندیز هم شامل و چې د جون په میاشت کې په نیویارک کې په ۴۵ کالونو بند محکوم شو.

په همدې حال کې د هاندوراس د کانګرس مرستیال راسل ټام فرانس خبري اژانس ته ویلي دي چې د نړیوال قانون په اساس دواړه دولتونه باید سره کیني او د هاندوراس پرېکړه وارزوي او که «موافقه یې وکړه، تړون به په خپل» حال پاتې وي.

هاندوراس له هغه وروسته دا اعلان وکړ چې په هغه هېواد کې د متحدو ایالتونو سفیرې لاورا داګو د هاندوراس د مقاماتو او د ونزویلا د دفاع وزیر ویلادمیر پادرینو لوپز ترمنځ د خبرو په اړه اندېښنه ښکاره کړه، لوپز د امریکا تر بندیزونو لاندې دی.

نوموړې خبریالانو ته ویلي حیرانه شوه چې په ونزویلا کې یې د هاندوراس د دفاع وزیر او د پوځ مشر یې د «نشه یي توکو د قاچاق کوونکي» سره ناست ولیدل. خو د هاندوراس د بهرنیو چارو وزیر اندریکه رینا دا څرګندونې د خپل هېواد «استقلالیت او حاکمیت» ته مستقیم ګواښ بللی دی. هغه وویل چې د هاندوراس مقامات ونزویلا ته د کاډیټ د نړیوالو سیالیو لیدو ته ورغلي وو.

هاندوراس د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه و چې مادورو ته یې د جولاۍ د ۲۸مې نېټې د ناندریزو ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG