د لاس رسي وړ اتصالات

د هانګ کانګ محلي ټاکنې د حکومت اپوزسیون وگټلې


چین:هانګ کانګ د چین برخه ده او د هانګ کانګ چارې په بشپړ ډول د چین داخلي چارې دي
چین:هانګ کانګ د چین برخه ده او د هانګ کانګ چارې په بشپړ ډول د چین داخلي چارې دي

د رسنیو د شمیرو په اساس، د هانکانګ په ټاکنو کې د دیموکراسۍ پلوه اپوزیسیون د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.

دا بریا د هانگ کانگ د اجرائیه رئیسې کري لم له خوا د تاوتریخوالي ډکې مظاهرو سره د مقابلې ښکاره غندنه ده چې د چین دغه خودمختاره سیمه کې یې خلک په دوو برخو ویشلي دي.

د هانګ کانګ رسنۍ نن دوشنبې وویل چې د دیموکراسي پلویانو د ۴٥٢ ولسوالیو شوراګانو اکثریت څوکۍ ګټلي دي. په دی مانا چې د ښار له ١٨ ولسوالیو شوراګانو څخه یې ١٧ گټلي دي.

دا پایلې به د هانگ کانگ د حکومت مخالفینو ته د نړیوالې پاملرنې لامل شي خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هانګ کانګ د چین برخه ده او د هانګ کانګ چارې په بشپړ ډول د چین داخلي چارې دي.

د هانګ کانګ د ولسوالیو د شوراگانو په ټاکنو کې په بې ساري توگه خلکو برخه اخیستې وه او رایې وشمیرل شوې. د ټاکنو پایلې، د دموکراسۍ د پلویانو ستره بریا ښیي.

دا په هانګ کانګ کې د چین پلویانو ته سمبولیکه ضربه ده چې د هانګ کانګ پر ریاست پراخ کنترول لري.

د دموکراسۍ پلویانو اوس په پراخه کچه د هانګ کانګ د ولسوالیو شوراگانې په کنترول کې لري خو دغه شوراگانې ډیر واک نلري.

په هانګ کانګ کې خلکو د دموکراتیکو اصلاحاتو د راوستلو لپاره د پنځو میاشتو لپاره مظاهرې وکړې چې په ځینو سیمو کې په خونړیو نښتو واوښتلې او د چین د کمونست گوند د نفوذ د زیاتیدو له امله قهر او غوسه پراخیدله.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جینگ شوانگ وویل"د هانګ کانګ لپاره اوس مهال، د تاوتریخوالي پای ته رسیدل او د نظم راوستل ستره دنده ده. هانګ کانګ د چین برخه ده او د هانګ کانګ چارې په بشپړ ډول د چین داخلي چارې دي. د چین حکومت هوډ کړی چې د ملي حاکمیت، امنیت او پرمختیایي ګټو ساتنه وکړي، او د "یو هیواد، دوه سیسټمونو" پالیسي پلي کړي، او د هانګ کانګ په چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې مخه ونیسي."


بیجینګ له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې په هانګ کانګ کې د خلکو خاموش اکثریت په ځانګړې توګه کله چې دوی تاوتریخوالۍ رامینځته کوي، د مظاهرو سره مخالفت کوي. خو د پرونیو ټاکنو وروسته، ډېره به گرانه به وي چې دا دلیل نور ومنل شي.

XS
SM
MD
LG