د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کارولینا لومړی ځل په اعدام محکوم کس په ډزو له منځه وړي


په اعدام محکوم ریچارد مور
په اعدام محکوم ریچارد مور

ټاکل شوېده د لومړي ځل لپاره د متحدو ایالتونو په جنوبي کارولینا کې په مرګ یو محکوم زنداني په ډزو سره ووژل شي.

دا تر اوسه معلومه نده چې د ریچارد مور د اعدام سزا به څومره وځنډیږي، ځکه د هغه مدافع وکیل د قانوني خنډونو د رامنځ ته کیدو هڅه کوي.

د ریچارد مور د مرګ حکم چې ټاکل شوې د اپریل میاشتې په ۲۹ نیټه اجرا شي، یو ځل بیا یې له دې امله پام ځانته اوړلی چې یو ایالت غواړي په ډزو سره په مرګ یو محکوم زنداني له منځه یوسي.

دا ډول اعدامونه د امریکا په کمو ایالتونو کیږي او د څه باندې یوې لسیزې راهیسې څوک په دې ډول اعدام له منځه ندي وړل شوي.

جنوبي کارولینا تیر کال په ډزو د محکوم زنداني د وژلو پریکړه وکړه او زنداني ته یې دا انتخاب ورکړ چې په مرمۍ د ویشتلو او د برق ورکولو ترمنځ انتخاب وکړي. ددې کار دلیل دا وو چې د وژونکي تزریقي درملو په برابریدو کې مشکلات موجود وو.

ریچارد مور پر مرمۍ د وژلو د تګلارې د انتخاب پرمهال وویل، فکر نه کوي چې هیڅ یوه دغه تګلاره قانوني وي ، خو هغه د برق په واسطه د وژلو سخت مخالف دی او د مرمۍ مرګ یې ځکه انتخاب کړی چې بل انتخاب یې نه درلود.

د اعدام د کوټې دا تصاوير د جنوبي کارولینا د مسولینو له خوا خياره شوي
د اعدام د کوټې دا تصاوير د جنوبي کارولینا د مسولینو له خوا خياره شوي

ریچار مور په ۱۹۹۹ میلادي کال کې ددې ایالت په سپارتنبرګ کې د یوې مغازې د کارکوونکي جیمز ماهوني د وژولو له امله په مرګ محکوم شوی دی.

څارنوالانو ویلي ریچارد مور غوښتل چې د کوکائینو د اخیستلو لپاره دا مغازه لوټ کړي خو موهاني پر هغه ټوپک رایستلی وو اما ریچارد مور توانیدلی وو چې هغه راڅملوي او په هماغه وسله یې ووژني.

د مې میاشتې په ۱۳ نیټه د برډ‌زیګمون په نامه یو بل زنداني‌ ته هم د اعدام تاریخ ټاکل شوی دی، خو یو ایالتي قاضي اوس د هغو قانوني لارو چارو په څیړنه بوخت دی چې وایي هم برق ورکول او هم په مرمۍ ویشتل دواړه ، د قتل "وحشیانه" لارې دي.

په واشنګټن کې د اعدام مجازاتو د اطلاعاتو د غیر انتفاعي مرکز په وینا، د ۱۹۷۶ کال څخه راپدیخوا یوازې درې کسان په امریکا کې په ډزو وژل شوي دي.

مور به له ۲۰۱۰ کال راپدیخوا د روني لي ګاردنر وروسته چې په یوټا ایالت کې د پنځو کسانو د ټیم له خوا په مرمیو وویشتل شو، لومړی کس وي چې په ډزو وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG