د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌والو پر خاص ارزګان ولسوالۍ برید کړی


سلګونو وسله‌والو طالبانو د دوشنبې ورځې پر سهار وختي درې بجې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ پر اتو امنیتي پوستو برید کړی.
سلګونو وسله‌والو طالبانو د دوشنبې ورځې پر سهار وختي درې بجې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ پر اتو امنیتي پوستو برید کړی.

د ارزګان ولایت کې چارواکي وایي چې سلګونو وسله‌والو طالبانو د دوشنبې د ورځې پر سهار وختي درې بجې د دغه ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ پر اتو امنیتي پوستو برید کړی دی.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ ته وویل، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ لا هم جګړه روانه ده، تر اوسه پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او بریدګر په شا تمبول شوي دي.

خو د خاص ارزګان ولسوال عبدالکریم وايي، ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په محاصره کې ده.

عبدالکریم امریکا غږ ته وویل که خاص ارزګان ته تازه دمې قواوې و نه رسیږي، ښايي ولسوالۍ سقوط وکړي. هغه وایي، تر دې مهاله په جګړه کې دوه پولیس وژل شوي دي.

خو د والي ویاند وايي په خاص ارزګان کې موجود افغان ځواکونه د وسله‌والو طالبانو د برید د مقابلې وړتیا لري.

د خاص ارزګان د شاه زمان د لېسې یو ښوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي امریکاږغ ته وويل، وسله‌والو طالبانو نن سهار ۸ بجې د لېسې مدیر عبدالعلیم خان د لېسې مخې ته په ډزو وواژه او د عتیق الله په نوم د همدې لېسې بل ښوونکی یې ژوندی بیولی دی.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG