د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالو څارنوالانو په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنو د بیا پيل کېدو غوښتنه کړې 


FILE - The International Criminal Court, or ICC, is seen in The Hague, Netherlands, Nov. 7, 2019.
FILE - The International Criminal Court, or ICC, is seen in The Hague, Netherlands, Nov. 7, 2019.

د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته د جرمونو په نړیوالې محکمې (هاګ) کې د جنګي جرایمو څارنوالانو د دغې محکمې په قاضیانو فشار راوړی چې په افغانستان کې د جنګی جنایتونو د پلټنې د بیا پيل کېدو په اړه سملاسي اقدام وکړي. څارنوالانو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې جرمونه ادامه لري.

د افغانستان مخکني حکومت د ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې د جنګي‌ جرایمو په اړه د تحقیقاتو د ځنډ غوښتنه وکړه. هغه مهال افغان حکومت ویلي وو چې دوی په خپله په دې اړه پلټنې کوي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې په ویبسایټ کې په خپرو شویو اسنادو کې، چې د خپرېدو نېټه یې د اګست ۲۶ ښودل شوې، راغلي دي چې څارنوال کریم خان ویلي‌ دي چې د عدالت د تامین لپاره د افغانستان په محاکمو کې د چارواکو د کمو هلو ځلو له کبله باید د تحقیقاتو د ځنډ غوښتنه رد شي.

د رویټرز خبري‌اژانس د راپور په اساس، څارنوال کریم خان ویلي‌ دي چې‌ د افغانستان د مخکني پرځول شوي‌ حکومت د غوښتنې مهمه برخه د تحقیقاتو ځنډول وو چې په خپله یې وکړي، خو په خبره یې «طالبانو [تحقیقات] روان نه دي‌ ساتلي، نه یې ساتلای شی او نه د مربوطه تحقیقاتو او څېړنو د روان ساتلو نیت لري».

نوموړي زیاته کړه: «بر عکس، موجوده معلومات ښکاره کوي چې د محکمې تر صلاحیت لاندې جدي جرایم ترسره» کېږي او د هاګ قاضیان باید اجازه ورکړي چې پلټنه «په عاجل ډول له سره پيل» شي.

دغه څارنوالو په تېر سپتمبر کې اعلان وکړ چې له محکمې څخه یې غوښتي دي چې د طالبانو او داعش-خراسان د جنایاتو په اړه د تحقیقاتو بیا پیل کېدو ته اجازه ورکړي. هغوی ویلي‌ دي چې څارنوالانو د امریکايي او افغان ځواکونو د شک وړ جرمونو په اړه پلټنه د لومړیتوب له کتار څخه اېستلې ده.

د جولاۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵، په کابل کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا ډله په افغانستان کې د محکمې له حکم پرته د وژنو، شکنجې، په خپل سر نیونو او غیر انساني سزاګانو مسئوله ده.

څارنوالانو د هاګ قاضیانو ته مشخص وخت نه دی ټاکلی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې تحقیقات کله له سره پیل شي

XS
SM
MD
LG