د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې شورا د ښځینه لوبغاړو جایزې ۱۳۴ سلنه زیاتې کړې


د ښځو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اکتوبر په درېیمه نېټه په متحدو عربو اماراتو کې پیلېږي
د ښځو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اکتوبر په درېیمه نېټه په متحدو عربو اماراتو کې پیلېږي

د کرکټ نړیواله شورا وايي په یو بیساري اقدام کې یې د ښځو د شل اوریز کرکټ د نړیوال جام نقدي جایزې زیاتې کړې او اوس به ښځینه لوبغاړې هماغومره جایزه ترلاسه کوي چې نارینه لوبغاړو ته ورکول کېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې دا پرېکړه یې د ښځو د کرکټ د لا غوړېدو، پرمختګ او لومړیتوب ورکولو لپاره کړې ده.

پرېکړه د آی سي سي د ۲۰۲۳ کال د جولاۍ په عمومي‌ غونډې کې شوې وه، خو د ښځو په اوسني نړیوال جام کې عملي کېږي، دا شورا وايي په پام کې وه چې دا پلان په ۲۰۳۰ کې عملي شي، خو دوی څو کاله مخکې پرې بریالي شول.

د ښځو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اکتوبر په درېیمه نېټه په متحدو عربو اماراتو کې پیلېږي.

د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به ۲.۳۴ میلیون ډالر جایزه ورکول کیږي. د تېر نړیوال جام اتلې لوبډلې، استرالیا ته، یو میلیون ډالر جایزه ورکړل شوې وه چې اوس ۱۳۴ فیصده زیاته شوې ده.

د پایلوبې بایلونکي به ۱.۱۷ میلیون ډالر ترلاسه کوي، تېر ځل دا جایزه ۵۰۰۰۰۰ وه چې بیا هم ۱۳۴ سلنه زیاته شوې ده.

په ترتیب سره د نیمه پایلوبو بایلونکې هره لوبډله به ۶۷۵۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي.

همدغه راز د ښځو د کرکټ د نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې په هر بري سره هرې لوبډلې ته ۳۱۱۵۴ ډالر ورکول کېږي.

د ښځو د کرکټ د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالۍ په متحدو عربو اماراتو کې کېږي، لس لوبډلې به ټولې ۲۳ سیالۍ په شارجه او دوبۍ کې کوي.

په دغو سیالیو کې استرالیا،انګلنډ، نیوزلنډ، سکاتلنډ، هند، پاکستان، بنګله دېش، سري لانکا، جنوبي افریقا او ویسټ انډیز دي.

د ښځو شل اوریز جام سیالۍ په هرو دوو کالونو کې یو ځل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG