د لاس رسي وړ اتصالات

د محافظه کارانو کلنی کنفرانس؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د مکسیکو کارټلونو د ځپلو ژمنه وکړه


د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) د جمعې ورځې په غونډه کې د تکزاس ایالت سناتور تید کروز او د امریکا څارنواله پم پندي هم خبرې وکړې
د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) د جمعې ورځې په غونډه کې د تکزاس ایالت سناتور تید کروز او د امریکا څارنواله پم پندي هم خبرې وکړې

د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) په دوهمه ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب درېیم) د متحده ایالاتو یو سیاستوال، د رسنیو استازي او محافظه کاره فعالان له واشنګټن ډي سي څخه بهر راټول شوي وو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو شمیر سیاسي متحدینو هم پکې ګډون درلود.

د دې کنفرانس په دوهمه ورځ ویناوالو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د یوې میاشتې اجراات چې د یو لړ اجرایي فرمانونو په ترڅ کې یې د نړیوالو موضوعاتو په هکله د متحده ایالاتو د حکومت پراخې پالیسۍ او دریځونه بدل کړل وارزول.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د غونډې ګډونوالو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ ادارې د هڅو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په دغو هڅو کې د اوکراین په معدني شتمنیو کې د متحده ایالاتو پانګونه د پلان د یوې برخې په توګه شامله ده ترڅو له دغه هېواد څخه د دفاع لپاره د تمویل یوه برخه بیرته ترلاسه شي.

د روانې اونۍ په پیل کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې امریکایي شرکتونو ته د اوکراین د نادره ځمکې او منرالونو ۵۰ سلنه مالکیت ورکول کیږي، خو والټز د جمعې په ورځ وویل چې د اوکراین مشر به د متحده ایالاتو بیا کتل شوی وړاندیز "لاسلیک کړي".

والټز دا هم وویل چې د ټرمپ اداره پلان لري چې د مکسیکو د مخدره توکو کارټلونه وځپي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د مکسیکو د مخدره توکو څو جنایي ډلې د ترهګرو ډلو په توګه اعلان کړې.

د غونډې یوې ویناوالې کاري لیک، چې له ژورنالیزم څخه یې سیاست ته مخه کړې او ولسمشر ټرمپ په ډسمبر کې د امریکا غږ د مشرې په توګه د هغې د ګومارنې یادونه کړې وه، د ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ میاشت بریالۍ وبلله او همداشان په متحده ایالتتو کې یې د میراثي رسنیو په اړه هم څرګندونې وکړې.

د محافظه کارانو د کلنی کنفرانس د دوهمې ورځې د غونډې یوه ویناواله کاري لیک وه چې د امریکاغږ مشرۍ ته نومول شوې
د محافظه کارانو د کلنی کنفرانس د دوهمې ورځې د غونډې یوه ویناواله کاري لیک وه چې د امریکاغږ مشرۍ ته نومول شوې

لیک د ایلن مسک په مشرۍ د حکومت د موثریت څانګې او د بهرنیو چارو وزارت لخوا د فساد لټون او د لګښتونو کمولو لپاره د بهرنیو مرستو د تمویل پای ته رسولو په اشارې وویل:‌ هغه څه چې ولسمشر ټرمپ په یوه میاشت کې ترسره کړي دي د باور وړ نه دي".

کاري لیک چې د امریکا په اریزونا ایالت کې د کابو ۳۰ کلونو لپاره په تلویزیون کې د ژورنالیستې په توګه کار کوه وویل له دغه ډګر څخه وروسته له هغې ووتله چې کله یې د کروناویرس ناروغۍ په اړه د غلطو معلوماتو د خپرولو احساس وکړ.

لیک وویل: "موږ لاهم د زیات شمیر جعلي ژورنالیستانو لخوا محاصره یو" او زیاته یې کړه "د عمده رسنیو هدف نور موږ ته خبر رسول ندي، بلکه زموږ تیرایستل دي."

هغې د دولتي چارواکو او خپلواکو ادارو په اړه د اسوشیټیډ پریس اژانس په راپور نیوکه وکړه چې د ۲۰۲۰ ټاکنو پایلې یې تائید کړې وې. لیک وویل:"دوی لاهم داسې انګیري چې د ۲۰۲۰ ټاکنې په ټول تاریخ کې ترټولو خوندي ټاکنې وې."

لیک دا هم وویل، هغه ویاړي چې ټرمپ د امریکاغږ (VOA ) مشري لپاره نومولې او زیاته یې کړه چې هغه به په دغه خبري رسنۍ کې "دقیق او رښتنیني راپور ورکولو" باندې تمرکز وکړي.

لیک وویل، "د امریکاغږ د دوشنبې په ورځ ۸۳ کلنه کېږي چې د خپل تاسیس راهیسې نړۍ ته د امریکا کیسه کوي.

د هغې په وینا ځینې وختونه یې پوښښ فوق العاده او ځینې وختونه د افسوس وړ وي "موږ د معلوماتو په جګړه کې یو او له حقیقت ویلو څخه بله ښه وسله نشته، او زه باور لرم چې امریکاغږ به دا وسله وي."

د هغو کسانو په منځ کې چې د دې شبکې (امریکاغږ) د تړلو غوښتنه یې کړې ده یو هم ایلان مسک دی.

کاري لیک وویل: "موږ به د ټرمپ تلویزیون نه شو، خو په ډاډ سره ویلی شم چې دا به د TDS تلویزیون په شان نه وي. "

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) ته وینا وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG