د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ، فبروري ۲۳ (کب پنځم) وویل چې روسیې تېره شپه پر اوکراین باندې د بېپیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید کړی.
زیلینسکي د ایکس پر ټولنیزې شبکې د پیغام په خپرولو سره دا برید "هوايي ترهګري" وبلله او د اوکراین د متحدینو ترمنځ یې د یووالي غوښتنه وکړه.
هغه ویلي: "د جګړې د درېیمې کلیزې په درشل کې ماښام روسیې پر اوکراین د ډرون ۲۶۷ بریدونه وکړل، دا د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین په ښارونو او کلیو باندې په ایران کې د جوړو شویو ډرونونو تر ټولو لوی برید دی."
د روسیې پوځ د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو له منځه وړلو لپاره له څو میاشتو راهیسې کابو هره شپه پر اوکراین د ډرون بریدونه کوي.
زیلینسکي وویل چې په تېره یوه اونۍ کې د روسي ځواکونو لخوا د ډرون نږدې ۱۱۵۰ بریدونه، له ۱۴۰۰ زیات رهبري شوي بمونه او توغندي او ۳۵ میزایل پر اوکراین ویشتل شوي دي.
زیلینسکي د اوکراین له هوايي دفاعي ځوکونو څخه مننه وکړه او د اوکراین له ملاتړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې د "عادلانه او تلپاتې سولې" د ټینګښت لپاره متحد شي.
هغه وویل: "دا (سوله) د ټولو ملګرو د اتحاد له لارې ترلاسه کېږي، موږ د اروپا ځواک ته، د امریکا ځواک ته او د هر هغه چا ځواک ته اړتیا لرو چې غواړي تلپاتې سوله راشي."
د زیلینسکي په وړاندې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو لفظي بریدونو او د اوکراین له استازو پرته په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنې اوکراین او د هغوی اروپايي متحدین اندېښمن کړي دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر تېره اونۍ څو ځل پر زیلینسکي انتقاد وکړ او هغه یې پر اوکراین باندې د روسیې په برید کې مسول او له "انتخاب پرته دیکتاتور"یاد کړ.
ډونالډ ټرمپ چې تل یې په اوکراین کې د جګړې پر ژر پای ته رسولو ټینګار کړی، د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین او زیلینسکي څخه وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات وکړي.
فورم \ دبحث خونه