د لاس رسي وړ اتصالات

'تیره یوه لسیزه کې د افغانستان نفوس ۷ میلیونه زیات شوی'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رپوټ ښيي چې افغانستان کې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې اوه میلیونه نفوس ډېر شوی دی.

د یادې ادارې د ۱۴۰۰ کال رپوټ پر بنسټ‌ په افغانستان کې د ۳۳،۶ میلیونو کسانو د اوسېدلو اټکل شوی حال دا چې لس کاله مخکې (۱۳۹۰) افغانستان کې ۲۶،۴ وګړو ژوند کاوه.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاندې رویینا شهابي نن سه شنبه جون ۸ (غبرګولی۱۸) امریکا غږ ته وویل چې افغانستان کې هر کال نفوس مخ په ډېرېدو دی.

افغانستان کې تر دې دمه په عملي ډول سرشمېرنه نه ده ترسره شوې.
افغانستان کې تر دې دمه په عملي ډول سرشمېرنه نه ده ترسره شوې.

اغلې شهابي زیاته کړه: "افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې هر کال د ځای پر ځای یا مسکوني وګړو کې شاوخوا دوه سلنه ډېروالی راغلی دی."

د احصایې ادارې رپوټ ښيي چې په اوسني وګړو کې ۵۱ سلنه نارینه او پاتې ۴۹ سلنه ښځینه. پر دې بنسټ افغانستان کې د ښځینه وو وګړو ته په کتو د نارینه وو شمېر یو سلنه ډېر دی.

یاد رپوټ کې دا هم راغلي دي چې ۷۰ سلنه افغانان کلیوالي وګړي، ۲۴ سلنه ښاري وګړي او پاتې ۴،۵ سلنه کوچیان دي چې د کال په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې اوسیږي.

د احصایې اداره وايي چې یاد اټکلي ارقام یې د ډموګرافیکي علمي اصولو او تخنیکونو پر بنسټ ترسره کړي دي. دغه کړنلاره په ځینو ټولنو کې هغه وخت کارول کیږي چې د سرشمېرنې لپاره زمینه نه وي برابره.

افغانستان کې تر دې دمه په عملي ډول سرشمېرنه نه ده ترسره شوي تر څو د لویو پروژو د عملي کولو لپاره لاره هواره کړي.

رویینا شهابي په دې اړه وايي چې اداره یې د سرشمېرنې ترسره کولو لپاره چمتوالی لري: "هر کله چې هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شي او موږ وکړای شو ټولو سیمو کې کور په کور وګرځو هغه وخت سرشمېرنه کوو."

افغانستان کې د ډېر شمېر لویو پراختیايي پروژو مخه د جګړې له امله نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG