د لاس رسي وړ اتصالات

هند د مسلمانو ښځو د آنلاین ځورونې په تړاو څلور تنه نیولي


د هند پولیسو د جنورۍ په شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې یو ۲۰ کس یې د یو آنلاین اپلیکیشن د جوړولو په تور نیولی دی چې د هند د مشهورو مسلمانو ښځو تصویرونه یې په آنلاین «بولي» کې ایښول.​

د هند پولیسو دمخه ویلي وو چې د یو لړ پلټنو وروسته د یو آنلاین آپلیکیشن په اړوند درې تورن کسان نیولي دي چې د ۱۰۰تنو مشهورو مسلمانو ښځو تصویرونه یې شریک کړي او لیکلي یې دي دوی په آنلاین «بولي» کې خرڅیږي. ​

د بشري حقونو فعالین او د مسلمانانو ټولنو مشران وایي دا قضیه د کرکې یو څرګند برید دی چې پدې هیواد کې اقلیت مسلمانې ټولنې ته متوجه دی.

د ممبای د پولیسو د سایبري جرمونو څانګې ۲۱ کلن ویشال کمار د سه شنبې په ورځ په بنګلور ښار کې نیولی دی. هغه د انجینرۍ پوهنځي محصل دی. پولیس وایي هغه د «بولي بای» په نامه آپلیکیشن سره «نژدې» تړاو لري. «بولي بای» یوه محلي اصطلاح ده چې مسلمانو ښځو ته کارول کیږي.

په عین ورځ د ممبای پولیسو ۱۸کلنه شویتا سینګ په اوتراکند ایالت کې ونیوله او په هغه یې تور ولګاوه چې د دغه آنلاین اپلیکیشن د عمده ایجادونکو څخه ده او دغه دوه تورن کسان سره اشنایان دي.

وروسته له هغې چې د چهارشنبې په ورځ پولیسو درېیم تورن کس مییانک روال په اوتراکند ایالت کې ونیو د ممبای پولیسو رئیس هیمنت نګرال وویل چې پدې قضیه کې د نورو د نیولو اټکل هم کیږي.

د مسلمانو قرباني شویو ښځو د اعتراضونو په نتیجه کې دغه آنلاین آپ د یوې ورځې آنلاین کیدو وروسته بېرته لېرې شوی دی.

د هند د اکثریت هندو میشته ټولنې د ۱.۳۸ میلیارد نفوس ۱۴فیصده مسلمانان دي.

د نوي کال په ورځ یو شمیر بانفوذه مسلمانو ښځو چې ژورنالیستانې او د بشري حقونو فعالانې په کې شاملې دي وموندل چې د هغوی عکسونه د دوی د رضایت پرته په یو آنلاین آپ کې خپاره شوي او د بولي بای په نامه په یوه جعلي بولۍ کې «خرڅلاو» ته وړاندې شوي دي.

دا د شپږو میاشتو په ترڅ کې د مسلمانو ښځو د ځورونې دوهمه پیښه ده. د جولاۍ په میاشت کې د «سولي ډیل» په نامه یو بل آنلاین آپ خپور شوی و چې د ۸۰مشهورو مسلمانو ښځو تصویرونه په کې خپلره شوي وو چې ګواکې نیلام ته ایښول شوي دي.

دا دواړه پیښې د یو شمیر هغو مسلمانو ښځو د ځورونې، سپکاوي او ډارونې لپاره کارول شوي چې د ښي اړخه هندو ملتپالو او د هند د صدراعظم نریندرا مودي د یو شمیر پالیسو پر ضد یې غږ پورته کړی دی.

په نوي ډهلي کې میشتې ژورنالیستې فاطمه خان امریکاغږ ته ویلي چې د نوي کال په ورځ هغه وخت هکه پکه شوه چې خپل عکس یې پدغه بولي کې ولید. هغې وویل: «په څه کم شپږو میاشتو کې د دوهم ځل لپاره ما وموندل چې زه آنلاین خرڅلاو ته وړاندې شوې یم. دا د ډیر سخت تنفر او دښمنۍ احساس په ډاګه کوي. هلته د خپل تصویر په لیدلو سره مې احساس وکړ چې څومره نور دوی کولای شي ماته زیان ورسوي.»

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د اسیا او آرام سمندر د برخې رئیس دانیل بسترډ وویل: «مونږ د هندي مقاماتو څخه غواړو چې ددغه ډول آپ مسول کسان عدالت ته کش کړي. که په وړاندې یې اقدام ونشي دا به د ځورونې په یوې سختې بڼې باندې سترګې پټول وي، د ګواښ هغه بڼه چې د ژورنالیستانو د ټولې ټولنې په وړاندې تبعیض دی چې هدف شوي کسان د فزیکي بریدونو سره مخامخ کوي.»

XS
SM
MD
LG