د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته په کرکټ کې لویه  ماتې ورکړه


د اسیا کپ د کرکټ په سیالیو کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (وږې۲۰) هند پاکستان ته د ۲۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لوبه د سري لانکا د کولمبو په ښار کې وشوه. هند د څلورو لوبغاړو په مرسته په ۵۰ اورونو کې پاکستان ته د ۳۵۷ منډو هدف وټاکه، خو د پاکستان لوبغاړو یوازې ۱۲۸ منډې وکړاې شوې.

د هند دوو لوبغاړو ویرات کوهلي او راهول تر ۱۰۰-۱۰۰ ډېرې منډې وکړې. کپتان روهیت شرما او شوبمن ګېل یې هم تر ۵۰-۵۰ ډېرې منډې وکړې.

د پاکستان په لوبغاړو کې فخر الزمان تر ټولو ډېرې ۲۷ منډې وکړې. د هند په توپ اچوونکو کې کولدیپ یادوف پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی ویرات کوهلي اعلان شو.

د اسیا کپ سیالیو په ګروپي لوبو کې څو ورځې مخکې د پاکستان او هند ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له کبله تمامه نشوه. له دې وروسته د اسیا کرکټ شورا د غوره څلورو لوبډلو په مرحلې کې د پاکستان او هند ترمنځ لوبې ته به یوه بله اضافي ورځ هم وټاکله.

دا لومړی ځل و چې د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې له پایلوبې پرته یوې بلې لوبې ته اضافي ورځ ټاکل کېږي. هدف یې دا ښودل شوی چې مینه وال د دغو رقیبو هېوادونو له لوبې خوند واخلي.

د پاکستان او هند ترمنځ دا لوبه تېره ورځ پیل شوه، خو د هند د پاڼۍ په نیمایي کې باران وشو او لوبه سبا ته وځنډول شوه. نن له هماغه ځای څخه پیل شوه چې به کوم ځای کې درول شوې وه.

د اسیا کپ کرکټ سیالۍ له تېرې یوې اوونۍ راهېسې پیل شوې. افغانستان او نیپال په ګروپي لوبو کې له سیالیو څخه ووتل. هند، پاکستان، سري لانکا او بنګله دېش د څلورو غوره لوبډلو مرحلې ته ووتل.

سبا سه شنبه به د هند او سري لانکا ترمنځ لوبه ده. د دغو سیالیو کوربانه پاکستان او سري لانکا دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG