د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د مظاهرو دوام؛ شپږ مسلمانان وژل شوي


په هند کې د دوشنبې په ورځ د دین او مذهب په اساس د تابعیت ورکولو د قانون د تصویب کیدو په غبرگون کې تازه مظاهرې شوي دي.

ددغه نوي قانون پر ضد مظاهرو کې چې د مسلمانانو ضد گڼل کیږي د هند په شمال ختیځ کې شپږ تنه وژل شوي او په نوي ډهلي کې شاوخوا ٢٠٠ نور ټپیان دي.

د تابعیت دغه نوی قانون د دریو گاونډیو هیوادونو بنگله دیش، پاکستان او افغانستان څخه تښتیدلو غیر مسلمانو وگړو ته په هند کې د تابعیت ورکولو زمینه برابروي.

خو منتقدین پدې باور دي چې دا د صدراعظم نرندرا مودي د هندو ملتپال گوند اجندا ده چې پدې هیواد کې ٢٠٠ میلیونه مسلمان اقلیت څنډې ته کوي. دوی دا هم وایي چې که پدې قانون کې مسلمانان شامل نشي د هند د دولت سکولر بنسټونه کمزوري کیږي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي د دوشنبې په ورځ دغه ادعا رد کړې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي چې نوی قانون "د هند د اتباعو د هیڅ کوم مذهب پر پیرانو باندې اثر نکوي". ښاغلی مودي په هیواد کې د ناارامیو پړه د یو شمیر ډلو پر شخصي گټو واچوله.

د هند د کانگرس د گوند پخواني مشر راول گاندي په خپل ټویټر لیکلي چې دغه قانون او په ټول هیواد د اوسیدونکو د راجستر کولو طریقه چې د مسلمانانو ضد گڼل کیږي دواړه د "د خلکو د دوه قطبي کولو" لپاره دي چې "فاشیستان" یې عملي کوي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تیره اونۍ ویلي وو چې دوی ددې قانون په هکله اندیښنه لري چې کیدای شي د وگړو د برابرۍ په اړه د هند د اساسي قانون ژمنو ته تاوان ورسیږي. واشنگټن او اروپایي ټولنې هم پدې هکله اندیښنه څرگنده کړې ده.

د دین په اساس د هند د تابعیت ورکولو لایحه لومړی ځل په ٢٠١٦ کال کې د نرندرا مودي د ملتپاله دولت له لورې پیشنهاد شوه. خو د اعتراضونو په وجه په قانون بدله نه شوه.

د دغه نوي قانون له مخې د مذهب په اساس هغو اقلیتونو ته د تابعیت ورکول چې په مسلمانو هیوادونو کې تر فشار لاندې دي د نرندرا مودي د انتخاباتي کمپاین د شعارونو له جملې څخه وو.

XS
SM
MD
LG