د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د حاجیانو په مړینه کې سعودي ګرم بولي


حاجیان د الجمرات په مهال په ټیل ماټیل کې تر پښو لاندې شول
حاجیان د الجمرات په مهال په ټیل ماټیل کې تر پښو لاندې شول

تهران د سعودي د سفارت یو کارکوونکی وربللی چې د حاجیانو د مړینې په هکله توضیحات ورکړي.

د ایران د باندینو چارو مرستیال وزیر، حسین امیر عبداللهیان، سعودي چارواکي‌ د حج د مراسمو په ناسم مدیریت ګرم بللي او پر ریاض یې غږ کړی چې د حاجیانو د سلامتیا لپاره دي بیړني اقدامات وکړي.

د ایران د حج د چارو د ادارې مشر، سعید اوحدي، هم ویلي چې د حج د چارو په ناسم سمبالښت کې د سعودي چارواکو له ضعف نه سترګې نشي پټیداې.

د ایراني چارواکو نیوکې له هغه وروسته کیږي‌ چې د پنجشنبې په ورځ مینا کې د الجمرات یا د شیطان ویشتلو په مهال په ټیل ماټیل کې څه باندې ۷۱۰ حاجیان مړه شول او تر ۸۰۰ ډیر نور ټپیان شول.‌

ویل کیږي چې په مړو کې لږ تر لږه ۴۰ ایرانیان دي. ‌

د ایراني رسنیو په حواله، تهران د پنجشنبې په ورځ د سعودي سفارت یو دیپلمات وروباله تر څو د مینا د پیښې په اړه توضیحات ورکړي.

ایراني چارواکو دغه راز د ټپیانو په درملنه کې د سعودي حکومت پر روغتیايي خدماتو هم نیوکه کړې او ویلي چې د ټپیانو د لیږد لپاره کافي امبولانسونه او روغتیاپالان نه و.

شاوخوا ۲۴ زره افغانان هم سږ کال حج ته تللي خو افغان چارواکي‌ وايي تر اوسه پدوې کې د مرګ ژوبلې په اړه هیڅ معلومات نلري.

سږکال حج ته شاوخوا درې میلیونه مسلمانان د نړۍ له ۱۸۸ هیوادونو نه ورغلي دي.‌

XS
SM
MD
LG