د لاس رسي وړ اتصالات

ایران : اوکراینۍ الوتکه د 'انساني تیروتنې' له امله ویشتل شوې


ایران دا ومنله، چې د تیرې چهارشنبې په ورځ ( مرغومی ۱۸ مه) د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې یوه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو له خوا په غیر قصدي ډول په تیروتنه کې ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.

په دې الوتکه کې د لسو افغانانو په ګډون ټول ۱۷۶ مسافرو او عملې سفر کوه، چې هیڅ یو هم ژوندی نه دی بچ شوی.

د ایران دولتي تلویزیون نن د شنبې په ورځ ( مرغومی ۲۱ مه) د ایران د پوځ یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې ویل شوي، چې دغې اوکراینۍ الوتکې د یو حساس پوځي ساحې سره نږدې الوتنه کوله، چې د " انساني تیروتنې" له امله ویشتل شوې ده.

د ایران د لوی درستیز د قومندانۍ له خوا په دغه پنځه ماده یزې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي"د توغندیو د بریدونو له عملیاتو څو ساعته وروسته، د هیواد شاوخوا ته د امریکايي تروریستانو هوايي جنګي الوتنې ډېرې شوې وې او د رادار په پردو د هوايي هدفونو نښې ښکاره شوې وې، چې پر یو شمېر هدفونو څرخېدې، چې خبرونه یې دفاعي ځواکونو ته رسېدلي وو او د ادار په ځینو پردو کې ګڼ اهداف وکتل شو، چې د هوايي دفاعي ادارو د لا زیات حساسیت لامل شو".

په دې اعلامیه کې همداشان ویل شوي "په داسې یو کړکیچن او حساس حالت کې، د اوکرایني هوایي کرښې الوتکې د ۷۵۲ شمېرې الوتنه د امام خمیني له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه او د ګرځیدو پر مهال په بشپړ ډول د سپاه یوه حساس پوځي مرکز ته نږدې شوې وه، چې د دښمن د یو هدف په څېر ښکاره شوې وه، په دغسې شرایطو کې د انساني تېروتنې له امله او په غیر قصدي ډول نومړې الوتکه په نښه شوې، چې له بده مرغه د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او د یو شمیر نورو بهرنیو وګړو د مړینې لامل وګرځید".

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل ټویټر په پاڼه د اوکراینۍ الوتکې ویشتل د " سپاه ځواکونو" له خوا تیروتنه ګڼلې او ویلي دي، چې د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کې په لسګونو بې ګناه وګړي مړه شوي دي.

حسن روحاني ویلي " د دغې انساني او نه بخښوونکي اشتباه د عاملینو د پيژندلو او قانون منګلو ته د سپارلولپاره پلټنې روانې دي.

د ایران له خوا د دغې الوتکې د ویشتلو د اعتراف وړاندې امریکايي او کاناډايي چارواکو ویلي وو، چې اوکراینۍ الوتکه د ایران له خوا په توغندي ویشتل شوې ده.

په دې الوتکه کې ایراني، کاناډايي، برتانوي، اوکرایني، جرمني او د افغانستان وګړو سفرکوه، چې ټول مړه شوي دي.

غبرګونونه

د ایران له خوا د دغه هیواد د سپاه پاسداران ځواکونو د توغندي برید کې په تهران کې د اوکرایني الوتکي د نسکورولو د اعلان وروسته د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي له ایران غوښتي، چې په بشپړ ډول د دغې الوتکې د نسکورولو مسولیت ومني او په رسمي ډول بخښنه وغواړي.

همداشان د اوکراین جمهور رئیس هیله ښودلې، چې د الوتکې د نشکوریدو په اړه پلټنې به پرته له ځنډ دوام ومومي او ایران باید د قربانیو کورنیو ته غرامت ورکړي.

افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ایران له اعلان وروسته، چې د الوتکې د نسکورولو علت یې پر الوتکه د دغه هیواد د ځواکونو د توغندیو برید ښودلی په یواعلامیه کې د هغو هیوادونو څخه، چې د الوتکې په پیښه کې یې وګړي له لاسه ورکړي غوښتي، چې خپلو منځو کې همغږي پراخه کړي او د پیښې په اړه د شفافیت او حساب ورکولو په خاطرپه نږدې اړیکه کې پاتې شي ترڅو د قربانیانو د کورنیو غړو ته لازم معلومات او مرستې ورسول شي.

همداشان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو د کورنیو لپاره د نړیوالې همغږۍ ګروپ غړیتوب، چې د کاناډا په نوښت جوړ شوی منلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر او د هغو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په ګډو تیلیفوني خبرو کې برخه اخیستی، چې د هیوادونو وګړي یې د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې د نسکورې شوې الوتکې په پیښه کې مړه شوي دي.

د همدغې ګډ تیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د قربانیانو کورنیو غړو لپاره د نړیوالې همغږۍ او ځواب ویلو ګروپ په جوړیدو موافقه وکړه.

دا اعلامیه وايي، ټولو کډونکوونکو هیوادونو په دې موافقه وکړه، چې د پریوتې الوتکې د غورځیدلو د عواملو د معلومولو لپاره شفافو او هراړخیزو پلټنو ته اړتیا ده، ترڅو د قربانیانو کورنۍ د دغې پیښې په هکله ځوابونه، چې هغوی مستحق دي ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG