د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د هوایي ځواکونو نظامي تمرینات پیل کړي ؛ امریکا سیمې ته نورې جنګي الوتکې ولیږلې


د ایران پوځ ویلي چې دې تمریناتو کې د هوایي ځواکونو ۱۱ اډې برخه لري.
د ایران پوځ ویلي چې دې تمریناتو کې د هوایي ځواکونو ۱۱ اډې برخه لري.

پداسې حال کې چې د ایران پوځ یکشنبه جولای ۲۳ (زمري لومړۍ) د هیواد په مرکزي برخې کې نظامي تمرینات پیل کړي، متحده ایالاتو بیا سیمې ته نورې جنګي الوتکې استولي تر څو ایران پرې نښودل شي د فارس په خلیج کې سوداګریزې کښتۍ ونیسي.

د ارنا دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې پدې نظامي تمریناتو کې د ایران د هوایي ځواکونو ۱۱ هوایي اډو برخه اخیستې او د "فدایان ولایت -۱۱) یا د ستر مذهبي مشر سرښندونکو نوم ورکړل شوی.

په راپور کې ویل شوي چې بندر عباس په جنوبي بندر کې یوه پوځي اډه چې د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې مهم نقش لري، هم پدې تمریناتو کې برخه اخیستې.

د هرمز تنګی چې د فارس په خلیج کې پروت دی د نړۍ تقریباً شل په سلو کې خام تیل له همدې تنګي تیریږي.

د ایران د هوایي ځواکونو مشر جنرال حمید واحدي ویلي چې د دې نظامي تمریناتو هدف په سیمې کې د ملګرتیا، سولې او امنیت پیغام ورکول دي.

دې جګپوړي ایراني چارواکي وړاندې ویلي چې " ثبات لرونکی امنیت، د سیمه ایزو اړیکو بهتره کول او پالل، د یو بل سره سوله ایز ژوند کول او د هوایي سرحدونو ساتل" د نظامي تمریناتو اجنډا ده.

ایران وخت ناوخته دا ډول نظامي تمرینات کوي او ټینګار کوي چې هدف یې د جګړې لپاره د ځواکونو د چمتوالي ارزونه او د ملي پوځ د وړتیاوو ښودنه ده.

متحده ایالاتو تر اوسه د ایران د نظامي تمریناتو پیل کیدو په باره کې څه ندي ویلي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګان تیره اوونۍ ویلي و چې په منځني ختیځ کې جنګي کښتۍ او ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکي ځای پر ځای کوي تر څو ایران پرې نښودل شي د فارس په خلیج کې کښتۍ ضبط کړي.

متحده ایالاتو وروسته تر هغه د دې اقدام پریکړه وکړله چې د ایران بحري ځواکونو تیره میاشت کوښښ کړی و د هرمز په تنګي او عمان په خلیج کې دوه کښتۍ ونیسي او آن په یوې یې ډزې کړې وې.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ له ۲۰۱۸ کال نه راپدې خوا هغه وخت پیل شو چې د امریکا ولسمشر د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اتومي معامله ونه منله او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.

ایراني پوځیانو د اپرېل په میاشت کې وویل چې که په خلیج کې یې امنیت وګواښل شي دوي به د امریکا جنګي کښتۍ له منځه یوسي.

همدارنګه، ایراني چارواکو تل ګواښ کړی چې که د تیلو د انتقالېدو مخه یې ونیول شي او یا یې پر "اتومي مرکزونو" برید وشي نو دوي به د هرمز تنګی وتړي.

XS
SM
MD
LG