د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین سه شنبه جنوري ۲۸ (سلواغې نهمه) ویلي چې هیواد یې ښایي د اوکراین سره د سولې خبرې وکړي خو جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یې "نامشروع" وباله او وایي په مستقیمه توګه د هغه سره خبرې نکوي.
د روسیې مشر وایي چې د ښاغلي زیلینسکي د جمهوري ریاست دوره هغه وخت پای ته ورسیده کله چې په اوکراین کې نظامي حکومت یا مارشال لا اعلان شو او زیاته یې کړه چې د اوکراین مشر په خبرو کې ګډون کول غواړی، دی به هم یو شمیر کسان ورته وټاکي.
پوتین د اوکراین مشر ته په خطاب کې وویل، "که د مذاکراتو او جوړجاړي پیدا کولو لپاره لیوالتیا وي، یو بل چا ته اجازه ورکړئ چې د خبرو اترو مشري وکړي. طبیعي خبر ده چې مونږ به د هغه څه لپاره کوښښ کوو چې زمونږ د ګټو سره برابر وي".
د اوکراین مشر د ۲۰۲۲ فبروري میاشتې په ۲۴ مې د روسیې د یرغل په غبرګون کې په هیواد کې نظامي حکومت اعلان کړ.
د اوکراین جمهور رئیس بیا د ښاغلي پوتین څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې لا هم د دواړو هیوادونو تر منځ د "ریښتینې سولې" فرصت شته دی خو زیاته یې کړه چې د روسیې مشر د جګړې اوږدول غواړي.
زیلینسکي د ایکس په شبکې کې لیکلي، "پوتین نن یو ځل بیا تائید کړه چې د مذاکراتو او ځواکمنو مشرانو څخه ډاریږي او د جګړې اوږدولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي".
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له کومې ورځې راهیسې چې د دویم ځل لپآره سپینې ماڼۍ ته تللی، د اوکراین او روسیې له مشرانو یې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د روانې جنوري میاشتې په ۲۴ مه د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ "ځیرک رهبر" وباله او وې ویل چې چمتو دی د اوکراین په هکله ورسره خبرې وکړي.
ښاغلي پوتین پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، دا یې هم ویلي چې ټرمپ ښایي په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل مخه نیولې وی.
د روسیې مشر د دولتي تلویزیون سره په مرکې کې د امریکایي سیال سره د خبرو نیټه او ځای په ډاګه نکړ خو زیاته یې کړه چې د واشنګټن لخوا اشارې ته سترګې په لارې دي.
هغه زیاته کړه، " تل مو ویلي او غواړم یو ځل بیا پرې ټینګار وکړم چې د اوکراین پر سر خبرو اترو ته چمتو یو".
بل خوا اوکراین خبرداری ورکړی چې په هر ډول خبرو کې باید برخه ولري. د اوکراین د جمهور رئیس ددفتر مشر، اندرې یرماک د جمعې په ورځ چې د روسیې جمهور رئیس غواړي د اروپا په برخلیک د اروپا له ګډون پرته خبرې اترې وکړي.
ښاغلي یرماک وویل، " دا نشي کیدی. پوتین باید پخپله واقعیت درک کړي او یا به واقعیت په لور راوړل شي. په عصري نړۍ کې داسې نشي کیدی".
فورم \ دبحث خونه