د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سفارت: د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ډیر ژر افغانستان ته سفر کوي


دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکنې وروسته افغانستان ته د سید عباس عراقچي لومړی سفر دی.
دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکنې وروسته افغانستان ته د سید عباس عراقچي لومړی سفر دی.

افغانستان کې د ایران سفارت کابل ته په نږدې راتلوونکې کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي د سفر خبر ورکړی، خو په دې اړه یې د نورو جزئیاتو د ورکولو ډډه کړې ده.

دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳( سلواغې څلورم) د ایکس په ټولنیزه پاڼه پرته له دې چې کابل ته د سید عباس عراقچي د سفر په اړه جزئیات ورکړي یوازې یې په نږدې راتلوونکې کې د هغه د سفر خبر ورکړی دی.

دغه سفارت لیکلي: " افغانستان ته د عراقچي ډیر نږدې سفر". د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د درېیمې سیاسي څانګې مدیر ذاکر جلالي هم کابل ته د هغه دا سفر تائید کړی دي.

هغه ددغه سفر په اړه د ایکس پر خپله پاڼه کابل ته د عراقچي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو کې یو رغنده ګام بللی دی.

ذاکر جلالي لیکلي: "د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دواړوخیزو همکاریو د پیاوړي کیدو لپاره یو فرصت دی. کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي نږدې سفر د اړیکو د پیاوړي کیدو په برخه کې یو رغنده ګام دی، چې کولای شي د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلې کړي".

ځینو ایراني رسنیو افغانستان ته د سید عباس عراقچي د سفر په اړه د ایراني سرچینو له قوله ویلي چې ټاکل شوې ددغه یو ورځیني سفر په ترڅ کې به د دواو خواو ترمنځ د علاقې وړ مسایلو پر سر د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د شتو ستونزو په سر هم خبرې وشي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ په دې پلاوي کې به ددغه هیواد د یو شمیر وزارتونو د استازو سربیره د ایراني سوداګرو استازي هم برخه ولري.

دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکنې وروسته افغانستان ته د سید عباس عراقچي لومړی سفر دی. د ایران بهرنیو چارو وزیر د روان ۱۴۰۳ کال د لیندۍ د میاشتې په سر کې علي‌ رضا بیګدلي افغانستان لپاره د نوی سفیر په توګه ګمارلی وو.

ددې دمخه حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی و. قمي په ۱۳۸۰ او ۱۳۸۱ کالونو کې په هرات کې د ایران سر کونسل په توګه هم کار کړی و.

ایران د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نه یوازې د دغې ډلې د حکومت سره خپلې اړیکې نږدې ساتلي دي، بلکې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستي پریښودو ترڅنګ په ایران کې د افغانستان سفارت او د قونسلګریو چارې هم د طالبانو له خوا ګمارل شویو دپلونماتانو ته سپارلي دي.

خو د نورو هیوادونو په څیر یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. ایران اوس مهال د افغانستان یو له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه یې له دوو میلیارد ډالرو څخه اوړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد د معلوماتو له مخې افغانستان د تیر ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهه میاشتو کې ایران سره د دوه میلیاردو او ۱۹۴ میلیونو ډالرو راکړه ورکړه لرله چې ددې شمیر یوازې ۳۸ میلیونه ډالر یې صادرات او پاتې دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه یې واردات وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG