د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: ایران د القاعده ډلې مشرانو ته پناه ورکړې 


مایک پمپیو په خپل ټویټر کې د ایراني مشرانو تصویرونه خپاره کړي
مایک پمپیو په خپل ټویټر کې د ایراني مشرانو تصویرونه خپاره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې ایران د القاعده ډلې مشرانو ته چې غواړي پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي، پناه ځای وکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ښاغلي پمپیو له خولې لیکل شوي دي چې ایران د ۲۰۰۵ کال راپدیخوا د القاعده ډلې غړو ته اجازه ورکړې چې په ازاد ډول د خپلو غړو سره په تماس کې وي او د بریدونو د لارښوونو تر څنګ نور فعالیتونه او پروپاکند وکړي او پېسې ټولې کړې چې مخکې یې دا کارونه په پاکستان او افغانستان کې هم کول.

ښاغلي پمپیو ویلي دي چې امریکا په ۲۰۱۶ کې په ایران کې د القاعده ډلې درې غړي وپېژندل او بندیزونه یې پرې ولګول. هغه وايي تهران قصدآ د القاعده ډلې غړو او د سپتمبر د ۱۱ پېښې کې ښکیلو کسانو ته اجازه ورکړې وه چې د ایران له لارې افغانستان ته ولاړ شي، هلته روزنې ترلاسه کړي او خپل بریدونه پلان کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې القاعده امریکا ته نوي ګواښونه پېښوي او همدا علت دی چې دا هېواد به یې پر ضد اقدام کوي.

هغه په یو ځانګړي فرمان کې عبدالرحمن المغربي او سلطان یوسف حسن العارف خاص نړیوال ترهګر وپېژندل. ښاغلي پمپیو همدغه راز د القاعده د کردي څانګې غړي چې د عراق او ایران ترمنځ‌سرحدونو کې فعال دي‌ هم د نړیوالو ترهګرو په توګه وپېژندل.

هغه زیاته کړه چې امریکا په ایران کې د القاعده ډلې مشرانو محاکمه کولو ته ژمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عبدالرحمن المغربي د ځای ځایکي په اړه د معلوماتو په بدل کې اوه میلیون ډالر جایزه ورکوي.

هغه وویل چې امریکا به د القاعده ډلې د ځپلو او له ایران سره یې د اړیکو په اړه نوي لازم اقدامات وکړي.

ښاغلي پمپیو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۳) په خپل ټویټر کې د ایراني چارواکو د تصویرونو په خپرولو سره ولیکل چې دوی تل امریکا او اسرائیل ګواښي: « راځئ چې د ایران په اړه وغږېږو. دغه کسان تل امریکا او اسرائیل تهدیدوي».

په دغو تصویرونو کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني،‌ مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د ایران د سپاه پاسدان د قدس ځواکونو قومندان اسماعیل قاني دی.

XS
SM
MD
LG